پاکستاني چارواکي وايي چي اسامه بن لادن زمونږ تر پوزي لاندي دومره وخت تیر کړ، او مونږ خبر هم نه سولو، مونږ د خپلي پوزي لاندي اوس پوره تحقیقات شروع کړی.
د امریکا په تاریخ کي تر ټولو اوږده جګړه، داسي مالومیږی چی اخیر به د وتلو دروازی راورسیږی…
اوه دا خو د اسامه بن لادن کور دی، مونږ دغه اخیري توري (اسامه بن لا….) نه سوای ډکولای… تر اوسه مونږ په همدې فکر کي وو..چي دا به د چا نوم وي… (پاکستاني پولیس).
ښه دايي اسامه بن لادن مړ… مګر اوس خو زما سره کومک وکړی، اوس خو زما د بی کاری یو غم وخوری، ماته کار راکړی… (امریکايي وګړی)
د کندهار د محبس او د طالبانو د تونل ایستلو وروسته، امنیتي چارواکو د بندیانو د ساتلو لپاره نوې لاره لټولې، هغه داسي چي هر ځای ددوی شک وي چي بندیان به ددې لاري وتښتیږي، هلته یو ټکر، کاغذ یا دیوال باندي بندیانو ته لیکي، چي ګوری مهرباني به مو وي که له مونږ سره پاته سی، مه ځی، ولي ځی، څه کوی چي ځی، مونږ چاته پرېږدی، او داسي نور د تعجب ، استفهام او منني نه ډکي جوملې… د محبس چارواکو ویلي چي دا خلګ خو په بله لاره نه راګرځي، شاید دا تجربه تر ټولو کامیابه وخیژي.. بلکي په دې یې یقین دی، چي حتما به کار کوی.
ددې خبري د ثابتولو لپاره چي اوباما په امریکا کي زیږیدلی، اوس په امریکا کي هر اوباما پلوه تلویزوني چینل دومره غټ کمپاین شروع کړی چي سړی به وايي هر تلویزون صرف د همدې لپاره جوړ شوی چي دا ثابته کړې چي اوباما همدلته پیدا سوی..
د امرېکې داوسني ولس مشر شعار په تیرو انتخاباتو کي داو چي یس وي کېن ( yes we can ) …چي ژباړه يي دې ته ورته وه: (هو مونږ کولای سو) .
اوس ښاغلی پلان لري چي یو وار بیا ځان کاندید کړي، او ځکه چي نومړي په خپله تیره یا روانه دوره کي د امریکا په داخلي چارو کي بیخي لاسته راوړنه نه ده لرلې، نو اوس دا شعار هم غټ د شرم ډګ ورته مالومیږی، چي میبې وی کین مېبي وي کانټ.. (maybe we can, maybe we can’t) یعني کیداي سي مونږ وکولای سو، او کیداي سي چي ونه کړای شو..
This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish.AcceptRejectRead More
Privacy & Cookies Policy
Privacy Overview
This website uses cookies to improve your experience while you navigate through the website. Out of these cookies, the cookies that are categorized as necessary are stored on your browser as they are essential for the working of basic functionalities of the website. We also use third-party cookies that help us analyze and understand how you use this website. These cookies will be stored in your browser only with your consent. You also have the option to opt-out of these cookies. But opting out of some of these cookies may have an effect on your browsing experience.
Necessary cookies are absolutely essential for the website to function properly. This category only includes cookies that ensures basic functionalities and security features of the website. These cookies do not store any personal information.
Any cookies that may not be particularly necessary for the website to function and is used specifically to collect user personal data via analytics, ads, other embedded contents are termed as non-necessary cookies. It is mandatory to procure user consent prior to running these cookies on your website.