شعـــــرونه

غزل: اسدالله غيرت

اسدالله غيرت

نن يو څوک له خپل مين څخه بيليږي
لکه ساه چې له  بدن  څخه  بيليږي

که راځې , نو همدا اوس مې خولې ته راشه
روح مې ځي له ځنکدن څخه بيليږي

يو عربت ځپلی , ځوان , ځوانه ځوانۍ کې
په سرو سترګو له وطن څخه بيليږي

دښمانان مې په وجود کرښې راکاږي
اندامونه مې له تن څخه بيليږي

د غرور کاسه نسکوره وي غيرته !
مال دولت له کبرجن څخه بيليږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x