
پښتو سخته ده که اسانه او که موږ سخته کړې ده؟؟
باز محمد منګل
هغه پښتانه او ناپښتانه چی وایی پښتو سخته ده. ولی دا بل اړخ له یاده باسی چی پښتو د نړی واحده ژبه ده چی پکښی هر اواز شته او ۳۶ د الفبا توری لری. هر پښتون چی هره بله ژبه ډیره ژر زده کوی او ورباندی داسی خبری کوی لکه د هغی ژبی وګړی باید تر هر څه له مخه د خپلی غنی ژبی او خپلی پښتنی مور څخه مننه وکړی. که نه عرب چی ځانونو ته ډیر ژبور هم وای که ۲۰ کاله هم انګریزی ولولی نو پرابلم ته برابلم وای او انګریز افغانستان ته افګانسټان وای. او ایرانی بیا لړم ته للم وای.
خو چی کله بیا پښتون افغان عربی یا پاړسی او انګریزی وای ته به وای چی افغان نه بلکی د همهغی ژبی وګړی دی. دا ټول د پښتو برکت دی. په استرالیا کی ډیر بی سواده پښتانه شته چی ډیر ژر یی انګلسی زده کړې. چی مخامخ یی پګړی او کالی ونه وینی او په تلفون ورسره خبری وکړی نو فکر به وکړی چی کم سور انګریز دی.
خو افسوس په هغه چا چې خپله پښتو یی له پامه غورځولې ده او همیش نورو ته هم دا وایي چې پښتو سخته ده. نو که غواړئ چې نورې ژبې درته اسانې شي او بې لې کومې ستونزې د بلې ژبې کلیمې ووایئ نو اول پښتو زده کړئ.
چې بیلګه ما مخکې ذکر کړه.
زما لویه ګیله له خپلو پښتانو وروڼو څخه ده هغه که لوړپوړ وي او که یو په ټیټه کچه مامور، چې دوی اکثرو پښتو له پامه غورځولې ده کومه خاصه پاملرنه یې نه ده ورته کړې. دا یو حقیقت ده د بیګې په توګه په هر وزارت کې مکتوبونه ،پشنهادونه او داسې نور دا ټول په دري ژبه دي. او که ښارونو ته سر ښکاره کړو یوه لوحه په پښتو نشته که شته هغه په پاکستانۍ پښتو، ای مشره او کشره تا څه کړي خپلې ژبې ته؟ چې ژبه د مور خاصیت لري. په شعرو، غزلو او بیتو کې صفت کوي او سندر غاړو ته یې ورکوي چې د ډنګ او ډونګ سره درته ووایي، دا خدمت او ژبې ته کار دی؟…. نه.
لږ به خپل ګریوان ته سر ښکته کړو ژبه مو په ورکیدو ده له وزارت څخه ووتله له ښارونه څخه ووتله او یو کمه اندازه له سندر غاړو
او شاعرونه سره پاتې ده هغه د خپل تجارت او پیسو لاسته روړلو په خاطر.
که ژبه مو ورکه شوه دا په پوره باور ویلی شم چې تاسې به هم ورکیږئ.
زموږ اکثره وروڼه پښتانه دي پښتو وایي خو پښتو نشي لیکلی . دا هغه کسان دي چې زه خپله په کابل کې ورسره مخامخ شوی یم.
زما په فکر پښتو اسانه ده ما او تا سخته کړې ده لوړپوړیه.
هر څوک چې وایې چې پښتو سخته ده هغه یو جاهل او د پښتو ژبې لوی دوښمن دی.
زه په ټولو پښتانو رووڼو او خویندو غږ کوم چې شعارونه پرېږدئ عملي ګامونه پورته کړئ. تاریخي او اسانه پښتو بیا وزارتو او ښارو ته داخله کړئ دا په عمل کیږي نه شعار.
په اخیر کې دا لاندې دوه بیته درته ډالۍ کوم هیله ده خوښ مو شي.
که دې ژبه د پښتو راسره ونه کړه
که بچی د لوی پښتون وې پښتون نه یې
بازمحمد منګل