د نه ګټونکې جګړې پای ته رسول او له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل اړين دي

ليکوال: ايلي ميسي- امريکايي ليکوال او ژورنالېست

ژباړه او زياتونه: احمدالله احمدزی

د امريکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې په افغانستان کې به ۸۴۰۰ امريکايي پوځيان د جګړو لپاره پاتې وي، په داسې حال کې، چې «موږ بايد خپل پوځيان له دغه هېواده وباسو او دغه جګړه پای ته ورسوو.»

بارک اوباما وايي، چې دا جګړه به د ده د واکمنۍ تر پايه روانه وي او راتلونکي ولسمشر لپاره به دا جګړه په ميراث کې ورپاتې شي.

امريکايي ولسمشر په داسې حال کې د جګړې د غځېدو هوډ کړی، چې د دغې جګړې اصلي قربانيان ولسي وګړي دي او يوازې په تېر ۲۰۱۵م کې زرګونه افغانان د امريکايي او ګډو ځواکونو له لوري ووژل شول.

د ۲۰۰۱ سپتمبر د ۱۱مې له پېښې نږدې يوه مياشت وروسته امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او پخواني ولسمشر بوش اعلان وکړ، چې دا جګړه د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده ډلې او د طالبانو پر ضد ده، چې د القاعده جنګياليو ته يې پناه ورکړې، مګر نوموړي دا هم زياته کړه، چې دا جګړه ژر ختمېدونکې نه ده او تر هغو به روانه وي، چې تر څو نړيوال امنيت ته ګواښ هر ترهګر وموندل شي او ماتې ورکړل شي.

په تېره يوه نيمه لسيزه کې امريکا په افغانستان کې ۷۴۰ ميليارده ډالر ولګول، مګر موږ عملا وينو، چې د امريکا لاسته راوړنې ډېرې کمې دي او زيانونه يې ډېر زيات دي او ځمکني حقايق «موږ ته دا اجازه نه راکوي، چې نور دې امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې شي.»

ناکامه پوځي ستراتيژي

د شوروي يرغل پر مهال امريکا د خپلو ګټو لپاره د افغان مجاهدينو ملاتړ وکړ، اسامه بن لادن هم هغه مهال افغانستان ته راغلی و او موږ په دې فکر کې وو، چې افغان مجاهدين به زموږ خلک شي، مګر عملا دا فکر ناکامه و، ځکه چې د شوروي يرغل پر وړاندې د افغانانو مقاومت د هغو د خپل هېواد، دين او ملي ګټو غوښتنه وه.

د شوروي لښکرو له وتلو وروسته امريکا له افغانستانه سترګې پټې کړې او افغانانو تر ډېره په خپلمنځي جګړو کې سره ووژل، چې دا کار د طالبانو د راپورته کېدو لامل شو، وسله والې ډلې يې منزوي کړې او په هېواد کې يې اسلامي شرعي نظام نافذ کړ.

امريکا د طالبانو د نظام د ړنګولو لپاره نړيوال ايتلاف جوړ کړ او دغه د مالي او ځاني زيان جګړه تر اوسه روانه ده.

بارک اوباما د خپلو ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين پر مهال اعلان کړی و، چې افغان جګړه به پای ته رسوي او خپل پوځيان به بېرته خپل هېواد ته راستوني.

د ۲۰۱۴ په پای کې ولسشمر اوباما اعلان وکړ، چې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو جګړه‌ييز ماموريت پای ته ورسېد او زياته يې کړه، چې په تدريجي شکل به خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.

اوباما د ځمکنۍ جګړې تر څنګ د بې پيلوټه الوتکو بريدونه هم په افغانستان کې زيات کړي او د څېړنيز ژورنالېزم د راپور له مخې افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد دی، چې تر ټولو زيات ډرون بريدونه په کې کېږي، مګر اِغېز او پايله يې څه ده؟

 

افغانستان کې د امريکايي استخباراتو پخواني مسوول مايکل فلاين رسنيو ته ويلي، چې کله په کومه سيمه کې بې پيلوټه بريد وشي، نو موږ د ۲۴ ساعته لپاره خوښي کوو، مګر په لنډه موده کې د وژل شوي جنګيالي ځای ناستی ټاکل شوی وي، دوی خپل وژل شوي کسان شهيدان بولي او ځای ناستي يې د پخوانيو په پرتله سخته جګړه کوي.

د امريکا پوځي سلاکاران وايي، چې يوازې تېر کال د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د ۲۰۱۲ له پيله تر ۲۰۱۳ له دوو سوو زيات کسان د بې پيلوټه په بريد کې وژل شوي، مګر يوازې ۳۵ تنه يې مخالفين وو او نور ټول ولسي وګړي وو.

د امريکايي جګړو، بمباريو او د بې پيلوټه بريدونو سربېره د افغانستان ډېره خاوره د طالبانو په لاس کې ده او کولای شي، چې د امريکايي پوځيانو له وتلو سره به طالبان نوره خاوره هم لاندې کړي، مګر دا د دې لپاره دليل نه شي کېدای، چې امريکايي پوځيان دې په افغانستان کې پاتې شي، ځکه چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغان جګړې ډېری قربانيان ولسي وګړي دي او د جګړې اصلي لامل د امريکايانو شتون بلل کيږي.

د امريکا بشري پروژې هم ناکامه دي

امريکايي ليکوال وايي، چې زموږ د پوځي عملياتو په پرتله بشري مرستې او پروژې يو څه بريالۍ دي. امريکا د افغانستان په بيا رغونه ۱۱۳ميليارده ډالر ولګول، مګر له دې زيات امريکا د افغانستان په ورانولو کې مرسته وکړه.

د ليکوال په وينا امريکا د افغانستان په بيا رغونه دومره پيسې ولګولې، چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د اروپا په بيا رغونه لګول شوې وې.

د ليکوال په ژبه امريکايي ځواکونو د دفاع وزارت چارواکو او ميلمنو لپاره په ۱۵۰ ميليونه ډالرو پر تعيشه کورونه کرايه کړي وو، مګر تر دې هم زياته د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې د امريکايي مرستو ډېری پيسې د امريکايانو او افغان چارواکو د ګډ اداري فساد او بې پرواهي ښکار شوې.

افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» مشر جان سوپکو وايي، چې امريکايي پوځيانو د ښوونې او روزې په پروګرام هم ۲۰۰ ميليونه ‌ډالر ولګول، مګر پايله يې دا ده، چې د افغان امنيتي ځواکونو ډېری يې نالوستي دي.

د سيګار د راپور له مخې اويا ميليونه ډالر د زارعت او مالدارۍ په چارو کې ضايع شوي، همدا رنګه د معدنياتو د راويستو لپاره ۴۸۸ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړي شوي وو، مګر عملا دا هم د اداري فساد ښکار شول او بې له کومې مثبتې پايلې ضايع شول؛ ځکه چې افغانان د معدنياتو د راويستو توان او وړتيا نه لري او نه يې په قرارادانونو کې له سپېڅلتيا کار اخيستل شوی وو.

ليکوال زياتوي، چې امريکا يو شمېر لاسته راوړنې هم لري، هغه دا چې په ښارونو او ځينو کليو کې د افغانانو ژوند کې بدلون راغلی، ماشومان ښوونځيو ته ځي، مګر د دومره پرېمانه ډالري مرستو ته په کتو دا بدلون د نشت برابر دی او د امريکايانو له پوځي شتون سره افغانستان کې د مليشې جوړولو بهير يو ځل بيا پيل شوی او ډېری ځايونو کې د ناقانونه ملېشو تر څنګ حکومتي پوځيان هم په شخصي خدمتونو بوخت دي او په ګڼو سيمو کې زورواکي او چارواکي واړه ماشومان هم د باډي ګارډانو په توګه ځانونو سره ساتي.

د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو کې کوکنار په بشپړه توګه له منځه تللي وو او نړيوالې ټولنې هم دا منلې وه، چې د کوکنارو کرکيله صفر ته راکوزه شوې، مګر د امريکايانو له راتګ سره يو ځل بيا د اپيمو کاروبار پيل شو او د تېر کال راپور کې راغلي وو، چې د نړۍ نوي سلنه اپيوم له افغانستانه نړۍ ته رسېږي.

ماټيو ايکنز امريکايي ژورنالېست، چې د کوکنارو د کرکيلې په اړه راپورونه چمتو کوي وايي، چې د امريکايانو په شتون کې د کوکنارو کاروبار زيات شوی، ټول اړخونه په دې کاروبار کې شريک دي او حکومتي چارواکي د طالبانو په پرتله په کې زيات بوخت دي.

سيګار وايي، چې امريکا په افغانستان د نشه‌يي توکو په لمنځه وړلو کې اته ميليارده ډالر ولګول، مګر پايله يې دا ده، چې افغانستان د نړۍ نوي سلنه کورکنار توليدوي.

له پورته يادو شوو نمونو ښکاري، چې په افغانستان کې د امريکا شتون د ګټو پر ځای امريکا او افغانستان دواړو لپاره مالي او ځاني زيانونه لري او نړۍ کې هېڅکله داسې نه دي شوي، چې يو ملت دې د اشغال په شتون کې خوښي ښکاره کړي وي.

امريکايي پوځيانو په افغانستان کې بې شمېره جنايي جرمونه کړي او امريکايان، چې هر څومره په افغانستان کې پاتې کيږي، د افغانانو کرکه او نفرت به ورسره نور هم زياتيږي.

امريکايي ليکوال وايي، چې تېره يوه نيمه لسيزه د دې ښکارندوی ده، چې د زرګونو امريکايانو او افغانانو د وژلو او ټپي کولو او د دغه هېواد د ويجاړولو سربېره امريکا ميلياردونه ډالر ولګول او پايله دا يې ده، چې نه طالبان له منځه ولاړل او نه هم کمزوري شول، بلکې نور هم غښتلي او پرمختللي شوي او د افغانستان ډېره خاوره يې تر واک لاندې ده، د امريکا يرغل نه يوازې دا، چې نړۍ خوندي نه شوه کړای، بلکې نوره يې هم نا امنه کړه.

«موږ بايد د تېرو پنځلسو کالو د تجربې له مخې بايد ژر تر ژره له افغانستانه خپل عسکر راوباسو او دغه جګړه پای ته ورسوو.»

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
كندهارټکی كام
میلمه

اسلام علیکم ورحمةالله وبركاته ، گرانو لیدونکو،دافغانستان داسلامي امارت دتازه خبرونو دپارہ د (كندهارټکی کام) صفحه ستاسو پہ خدمت كي ده پرخپل وخت نوي خبرونه تبصيري مقالي شعرونه نعتونه درسره شريكه وي او تاسو يي هم درسره خوشه كري ، وسلام ، دافغانستان اسلامي امارت ، (كندهارټکی كام)