افغانستان

پاکستان افغانستان ته د وړو په صادراتو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۵ ل):پاکستان تر هغه وروسته افغانستان ته د وړو په صادرولو بندیز لګولی چې افغان حکومت پرې مالیه لوړه کړه.

پاکستانۍ ورځپاڼې «آج» د راپور پر اساس پاکستان هره ورځ سلګونه ټنه وړه افغانستان ته صادروي خو د تېرې ورځ راهیسې د وړو لېږد د مالیې د لوړیدو له کبله ځنډیدلی.

راپور زیاتوي چې افغانستان ته د وړو په صادراتو تر بندیز وروسته د دې امکان شته چې په پاکستان کې د وړو بیې راښکته شي.

د ورځپاڼې د معلوماتو پر اساس افغانستان ته له هنده د وړو صادرات پیل شوي او افغانستان د پاکستان په وړو مالیه لوړه کړې چې له کبله یې د پاکستاني وړو لېږد ځنډول شوی.

یاده ورځپاڼه وایي چې د وړو په صادراتو د بندیز لګیدلو سره پاکستاني سوداګرو ته میلیونونه روپۍ تاوان اوښتی دی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ته د صادراتو د کمېدو سره د پېښور په شمول په ټول پاکستان کې تر ۸۰۰ زیات د وړو میلونه “هغه ستر ځایونه چې غنم په کې وړه کیږي ” بند شوي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
wali khan

ډیر ښه کا راوشو اوس به یی پا ته ولګی چی چا ته ډیر زیان اوړی ، ما خو ته ډبر حده داکوشش کړی چی دپا کستانی تولیداتو او میو جاتو څخه استفا ده با ید ونکړو.

عارف الله

زیات تاوان یې پاکستان ته دی افغانستان د دوی له اوړو پرته هم خدای ج ساتي خو د دوی د خرڅلاو بل بازار نشته، وایي چې اوبو اخیستی هر څه ته لاس اچوي خو په دوی هر څه له بېخه را شکېږي.

خقپال

د اوړو او داسی نورو خوراکی او غیر خوراکی توکو واردول او صادرول د افغانستان او پاکستان د ګډو غلامو ادارو په واسطه د دوی د ګډ او لوی بادارانو ( انګریزانو ) په دستور او پلانو تر سره کیږی ، هڅی روانی دی چه د سیمی ګاونډی هیوادونه د خارجی یرغل ، استثمار او اشغال وخت کی سره لیری او دشمنیو کی وساتی هغه ګډ‌ مخرجونه چه دوی د ملحدینو او جبارینو په مقابل کی د دفاع د پاره هڅوی له منځه یوسی او بیا لکه د غره د لویانو ، زمړیانو او پړانګانو په شان د سیمی هر… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x