ادبي لیکني

ولیکم مګر چاته؟

مقتصد ستړی

له ما پرته به ډېر داسي نور کسان وي چې دلیکلو سره به یي مینه وي، او ښه به یي هم لیکلی شي مګر نه یي لیکي ولي؟

ما له یو نږدې ملګري پوښتنه وکړه آشنا دومره ښې لیکني به دې کولې اوس یي نه لیکې ده مي په ځواب کښې وویل:
زه غواړم ډېر څه ولیکم مګر ولي یي ولیکم، چاته یي ولیکم، څوک لوستونکی شته،  څوک شته چې زما مضمون ولولي؟

تاسو یي پخپله وینئ؛  دلته ډېر لیکوالان شته دي خو متاسفانه لوستونکي د ګوتو په شمار نه پیدا کېږي.
ښه دا ولي لیکونکي ډېر لوستونکي کم دي؟

خبره داده چې به لیکنو کښې د لیکنې رنګ نه  بلکې د لیکونکي رنګ ته کتل کېږي نن سبا هر لیکوال څو، څو کتابونه لیکلي او خپاره کړې دي خو د لیکوال نوم هم څوک نه اخلي کتاب خو یي لا پرېږده؛ ډېر کم لیکوالان شته چې کتابونو ته یي په شپو، میاشتو او کالونو انتظار کېږي د هغوئ کتابونه په ډېر سختۍ او ځنډ سره تر چاپ رسېږي یا خو لیکوال زړه نه ښه کوي یا کومه بله ستونزه.

نن سبا په مجلو، اونیزو، ورځپاڼو، راډیو او تلویزون یواځي همهغه کسان مخې ته راځي چې دوئ سره پېژني، مقصد کار تر کاره پورې محدود وي، میعار ته نه کتل کېږي.

آشنا زه یي اوس هم لیکم، لاکن نه د بل چا لپاره ، ځان ته یي لیکم د ځان لپاره او هغه هر څه زما پخپله کتابچه کښې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x