شعـــــرونه

دا ځمکه چې ادم په جنتونو بدلوله

نور الله غازي يار

ادم خو خدای پيدا د دې دنيا لپاره و
زړګی يې جوړ د ميني د حوا لپاره و

خو خدای له دنيا وړاندې لومړۍ وروستو جنت ته
ګلونو ته رنګونو ته خوندونو محبت ته

شينکي تازه تاکونه او اوبه اوبه انګور
شيندله يې مړژواند تن کې مستي زړه کې سرور

سرکي سرکي انار وو سره غمي ترې تويېدل
سرونه يې له ميني او رمان نه ډکول

شنې دنګې دنګې ونې د خرماوو نڅيدې
خرماوې پکې تورې لکه سترګې غړيدې

په مټو کې به ځواک و په لاسونو کې طاقت
رمان رمان سرور سرور د خوند او رنګ جنت

رڼې رڼې ويالې د ونو لاندې شريدې
د شنو ونو ميوې په دې ويالې کې بهيدې

ادم په دې جنت کې يو غنم ته تلوسه وه
ترې منعه و، خوبيا يې هم په زړه کې زرغونه وه

شيطان ورته په زړه کې زرغونه کړه وسوسه
د ګردو خوندو زړی د غنم وړه دانه

چې ويې خوړ غنم خدای ورته ورکړله دنيا
له کاڼو، پرښو خاوره څخه جوړه دا بيديا

ادم حوا لګيا شول کلکې پرښې ماتوي
په خاورو کې اخته دي ترينه کاڼي بيلوي

په خيال کې يې جنت دی او په زړه کې هم جنت
جنت خدای ورته وښود نور به دوی کوي محنت

همغه شان جنت به له دنيا نه جوړوي
شنې ونې او ګلونه به په دښتو کې کري

ښکلا د شنه جنت بايد په ځمکه کې  خپره کړي
هر بوټی يې ګل ګل اوهره ونه يې ميوه کړي

کري به پر دې ځمکه د انګورو شنه تاکونه
چې ډک شي له سروره يې د زړنو تش جامونه

شيندي به پکې تخم د سرکوسرکو انارو
ښکلا او رمانيت به خپوروي د ژوند پر لارو

ټومبي به پر پستو خاورو کلک زړي د خرماو
چې تن وي صحتمند ژوندون ډکېږي له برياو

لښتي به د اوبو بيايي له غره له سمندره
خپره به کړي دنيا کې د شينکي جنت سندره

ادم چې کوم جنت د سر په سترګو و ليدلی
د هغو ميوو تخم يې و ځمکه کې موندلی

لګيا وو خړه ځمکه کې خوارۍ او په محنت
چې کېږدي يو زرغون بنسټ د ښکلي شان جنت

دا څنګه الواده وه د ادم توبه توبه
چې دا جنتي ځمکه يې کړه ورور په وينو سره

دا ويني تکې سرې لکه لمبې د دوزخونو
سکروټې دي بادېږي سور شيطان په غورځنګونو

شيطان لکه د اور غر تک سره کاڼي بادوي
وحشي بني ادم د وينو لپې پرې شيندي

د وينو هره لپه شي سيلاب د سرو اورونو
بدلېږي په سيندونو او په لويو دريابونو

لښتي لښتي روان زمونږه کليو او کوڅو کې
تاوېږي د ښامار غوندې د ژوند په ګلدرو کې

دا ځمکه چې ادم په جنتونو بدلوله
زامنو يې څرمن په دوزخونو واړوله

 

نورالله غازي یار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x