افغانستان

هېواد ته د کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۵ ل): په پيښور کې د افغان مهاجرينو د رياست په نوښت د «خپل وطن ګل وطن» په نامه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پروګرام پيل شوی چې په لومړۍ ورځ ۵۹ کورنۍ چې ۲۹۸ تنه کيدل له ۳۵ کلنې کډوالۍ وروسته افغانستان ته راستانه شول.

وروسته له هغې چې تېره مياشت د تورخم په پوله د افغان ځواکونو او پاکستاني مليشو ترمنځ جګړه وشوه، يو ځل بيا په پاکستان کې د پوليسو له لوري د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ پيل شوه چې له امله يې په پاکستان کې میشت افغان کډوال ددغه هيواد د امنيتي ځواکونو له بدې رويې زړه تورې شول او خپل هيواد ته يې د راستنېدو اراده پياوړې شوه.

په پېښور کې د افغان مهاجرينو رياست ويلي دي چې په پاکستان کې يې له افغان سفارت، افغان قونسلګرۍ او د کابل اړوندو چارواکو سره په دې اړه خبرې کړی دي، ترڅو افغان کډوال په ابرومندانه توګه خپل هيواد ته ستانه کړي، ياد رياست وايي چې د دوی دغه کمپاين په ښه توګه پر مخ روان دی او له بيلابېلو سيمو څخه افغان کډوالو ورسره اړیکې نيولې او د بيرته ستنېدو ژمنې يې کړي.

خو بل لور ته يو شمير افغان کډوال لاهم خپل هيواد ته په تګ او په پاکستان کې په اوسېدو زړه نازړه دي.
د خير محمد په نامه د پيښور يو تن کډوال د نن ټکي اسيا سيمه ييز همکار ته ويلي چې په اوس وخت کې مونږ د ډانګ او پړانګ ترمنځ راګير يو له يوې خوا مو په پيښور کې ژوند تريخ شوی دی او له بلې خوا مو په خپل وطن کې د سر پناه ځای نشته.
خير محمد زياته کړه چې زيات شمير افغان کډوال د همدغو ستونزو له امله افغانستان ته د بیرته تګ له پاره زړه نه ښه کوي.
هغه وايي چې که چيرته افغان حکومت او يا هم د کډوالو اداره له دوی سره لازمې مرستې وکړي او د سرپناه له پاره ورته زمينه برابره کړي، په لکونو د افغان کډوالو کورنۍ به خپل هېواد ته ستنې شي.

که څه هم د جون په ۲۸ نيټه د پاکستان لومړي وزير نواز شريف له لندن څخه اعلان کړه چې افغان کډوالو ته یې د ۲۰۱۶ زيږديز کال د دسمبر تر ۳۱ مې نېټې د اوسېدو موده وغځوله، خو لاهم په پيښور کې افغانان شکايت کوي چې د پوليسو له لوري د ځورولو لړۍ دوام لري.

تر دې وړاندې نن ټکي اسيا ته يو شمير کډوالو شکايتونه راليږلي وو چې ګواکې د افغان مهاجرينو رياست غواړي چې بيرته ستنيدونکي کډوال د کاروان په بڼه بيرته خپل هيواد ته ستانه شي چې په دې کار يو شمير کډوال خواشيني وو، خو د افغان مهاجرينو د رياست يو تن کارکوونکي نن ټکي اسيا ته وويل چې دوی هيڅ داسې شرايط نه دي ايښي چې ګواکې افغان کډوال دې په ډله ييز توګه او د کاروان په شکل خپل هيواد ته ستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x