افغانستان

ترانسپورتي موټرچلوونکي هم نور بې پاسپورته په تورخم نه پرېښودل کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۵ ل): پاکستاني چارواکو د عامو خلکو وروسته په هغو موتر چلوونکو چې پاکستان ته ترانسپورتي موټرو کې افغاني توکي لیږدوي، هم پاسپورتونه لازمي کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې امنیتي ځواکونه به د روان کال د جولایي د میاشتې تر ۳۱مې وروسته هیچا ته اجازه ورنکړي چې د ډیورنډ پر کرښه د تورخم له لارې  بې پاسپورته پاکستان ته داخل شي.

تر دې وړاندې پاکستان موټرچلوونکو او ورسره یو همکار “کلینډر” ته په تورخم  بې پاسپورت داخلیدو اجازه ورکوله.

پاکستان وایي چې سرغړوونکو  به ۱۰زره روپۍ جریمه کیږي هم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x