ناڅاپه راغلی اشتون کارتر به د اشرف غني او عبدالله سره هم وویني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۵ ل): د امریکا دفاع وزیر چې نن سهار افغانستان ته په یوه ناڅاپه سفر را رسیدلی، په پام کې لري چې د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره هم وویني.

نوموړی نن سهار د پروان ولایت د بګرام پوځي ډګر ته رسیدلی او په پام کې لري چې په افغانستان کې د میشتو امریکايي عسکرو، د امریکا او ناټو پوځي جنرالانو سره له نیژدو لیده کاته وکړي او د امریکا د ولسمشر باراک اوباما د عسکرو پاته کېدو د نوي اعلان په اړه جنرالانو او عسکرو ته ډاډ ورکړي او د افغان ځواکونو د روزني په اړه هم خبري اتري وکړي.

باراک اوباما اعلان وکړ چې دوی به راتلونکی کال ۲۰۱۷ هم په افغانستان کې خپل ۸۴۰۰ عسکر پریږدي ځکه چې په افغانستان کې تر اوسه امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

بل خوا امریکا او ناټو په وارسا کې په خپل وروستی غونډه کې ژمنه وکړه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د معاشونو، روزني او لا پیاوړتیا لپاره به تر ۲۰۲۰ پوري هر کال څلور نیم ملیارده ډالر ورکوي، چې د هغو څخه به یو ملیارد ناټو ورکوي، او دری نیم ملیارده به امریکا ورکوي.

تمه کیږي چې نن د ورځي په اوږدو کې ولسمشر اشرف غني او د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر په ګډه مطبوعاتي کانفرانس ته وینا وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د