شعـــــرونه

ډالۍ !/ فيض ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند

اوس مې د سیوري لاس نه نیسم کراره ځمه
لکه لمبه د اور په زړه کې له انګاره ځمه

له پیښوره مې جامې تورې راوړي راغلم
ډالۍ په لاس کې د کابل تر ښکلي یاره ځمه

کاڼی د غره یم ګناهګار شومه په ښار کې خدایه
له یو لاس نه تر بل لاسه د سنګساره ځمه

ستا لاس نیوی خندا کټ کټ راته یادیږي ژاړم
زه چې اکثر کله یواځې په دا لاره ځمه

ددې لویدلی دیوال سیوري ته کرار کینمه
ځلانده بیا له انتظار تر انتظاره ځمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x