ټولنیزه برخه

کسابخانه

لیکوال: حامد افغان

بازار کې ډله خلک یوځای راغونډ وو، زه هم ورغلم او په زحمت منځ ته ورننوتلم، چې ګورم د یوه غټ او ګیډور سړي چاړه لاس کې ده، کمزوری او عاجزه شی یې راپرځولی، هغه لتې او بغارې وهي، لکه له ولاړو خلکو چې مرسته غواړي، خو ولاړ خلک یې ټول سیل او ننداره کوي! هیڅوک یې ملاتړ ته نه ورمخته کیږي، اخیر یې هغه مظلوم حلال کړ، او زما په شمول ټول وازې خولې ورته ولاړ وو.

د قاتل چاړه په لاس بې غمه خپل دکان ته وخوت او کيناست، زه هک حیران یم! له ځان سره وایم خامخا باید څه وکړم، د دومره بربنډ ظلم او قتل پرخلاف چوپتيا پخپله ظلم او قاتل مرسته ده، خو د قاتل تیاره چاړه په لاس او خورا غټ او پیاوړی دی، په تش لاس یې مقابلې ته ورمخته کیدل لکه ځان وژنه داسې ده.

بل لورته بازار هم له بې ضمیره او بې حسه خلکو ډک دی د مرستې امید هم چا ته نه کیږي، د دې بې حسي حالت دومره وویرولم چې پولیسو ته د خبر ورکولو توان مې هم له لاسه ورکړ، دې پېښې سخت ودردولم او د بې وسي او بې غیرتي له یوې نړۍ سوچونو او اندېښنو سره نری د کور لور ته روان شوم.

واجدان مې پخپله بې وسي او بې غیرتي سخت زورولم، اخیر مې زړه ته دا تسلي ورکړه، چې راځه دا د مظلومیت، بې حسي او بې غیرتي کیسه قلم ته وسپاره او تر رسنیو یې ورسوه، ګوندې له دې لارې د مظلوم ملاتړ او له ظالمه د غچ اخیستلو کوم ګام پورته شي، اوس همدا کیسه او په هغې د غور خبره درته لیکم، موږ ولې دومره بې حسه او بې وجدانه یو چې له خلکو ډک بازارونه یوه قاتل او ظالم ته کاږه نشي کتلی، او یو مظلوم د دوی په مخکي حلالیږي خو هیڅوک یې د ملاتړ له پاره ګام لو خولې سپڼ هم کاږي!

د دې ټولنيزي بې حسي اخیر راز څه دی؟ ولې دومره ډله خلکو زما په شمول د ظالم او قاتل لاس ونه نیو، او د مظلوم مقتول ملاتړ مو ونه کړ؟! دا ځکه چې هغه چاړه په لاس غټ ګیډور کساب و، پسه یې لاندې کړی و، حلال یې کړ او موږ د تازه غوښي په انتظار ورته راټول شوي وو ..

دا تشه ټوکه مه بولئ، دومره لیکنه مې د دې ټوکې په نیت نه ده غځولې، دا د کمزوري او زورور ترمنځ د روان وحشت او ظلم پوره داستان دی، موږ افغانان بسته ولس دا څو لسيزي د دې پسه په څېر د ګڼ شمیر کسابانو په مخکي د غريبي او ناپوهي په پړیو تړلې پراته یو، که همداسې ناپوهه او ناخبره حالت ته دوام ورکړو هره ورځ به حلالیږو، زموږ د شتمنیو او وینو تږي کسابان به د کسابي دکانونه ګرم لري، او افغانستان به د څو کسابانو کسابخانه وي. لا قدر الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x