طالبان: رښتینو خبریالانو سره ستونزه نه لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۵ ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له خپل لوري د خبریالانو د وژنې ادعا رد کړه او ویې ویل چې له هغو رښتینو خبریالانو سره ستونزه نه لري چې بې پرې خپرونې کوي او د ژورنالیزم اصول مراعتوي.

وړاندې په افغانستان کې د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې مشر نجیب شریفي ویلي وه چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره د زور زیاتي ۵۴ پیښې ثبت او ۱۰ تنه خبریالان وژل شوي دي. نوموړي د خبریالانو د وژنې پړه په طالبانو واچوله او زیاته یې کړه چې لس واړه خبریالان طالبانو وژلي دي.

خو ښاغلي مجاهد د دغې ادعا په اړه نن ټکی اسیا ته وویل چې د یادې کمیټې په راپور کې د «طلوع په جاسوسي دستګاه باندې برید ته اشاره شوې چې د طلوع شبکې څو تنه غړي په کې ووژل شول».

د روان کال په جنوري میاشت کې طالبانو د طلوع تلویزون د موظفینو په موټر برید وکړ او لږ تر لږه ۷ کسان یې ووژل.

ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې له واقعي ژورنالیستانو سره مشکل نه لري، خو ویې ویل چې د طلوع او یک تلویزوني چاینلونه د رسنیو په توګه نه پیژني.

طالب ویاند زیاته کړه چې دوی به لا هم د دغو دوو شبکو په وړاندې ګامونه اخلي، ځکه چې په خبره یې، دغه ادارې مخامخ د امریکايي ګټو لپاره او د اسلام په ضد خپرونې لري.

که څه هم په تېرو پنځلسو کلونو کې د ژورنالیستانو ټولنې طالبان په ځلونو د خبرونو په تحریم ګواښلي او د هغوی په خلاف یې یولوریزې خپرونې کړي، خو طالبانو د لومړي ځل لپاره د تېر اکتوبر په میاشت کې د طلوع او یک تلویزوني چاینلونو کار کوونکي نظامي اهداف وګڼل.

طالبان وروسته تر هغه دغه ګام ته اړ شول چې د طلوع یو خبریال پرته له دې چې اسناد وړاندې کړي، له کندز پوهنتون څخه داسې راپور ورکړ چې ګواکې طالب جنګیاليو د دغه پوهنتون پر ښځینه محصلینو جنسي تېري کړي.

د طالبانو له انده د طلوع او یک تلویزیونونه د امریکايي اشغال د موخو تبلیغولو لپاره جوړې شوې شبکې دي او د رسنیز فعالیت پرځای استخباراتي فعالیت کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د