fbpx
د امريکا وزير دفاع اشټن کارټر

کابل ته د اشټن کارتر د ناڅاپي سفر په اړه

د امریکا د دفاع وزیراشټن کارتر نن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی.

که څه هم چې د ښاغلی اشټن سفر د ملي یووالي حکومت د چارواکو لپاره نا څاپي دی او هغوی یې له وړاندې په جریان کې نه دې اچولي ، مګر خپله اشټن کارتریاد سفر د یوه پلان له مخې له عراقه پیل کړی، او د هغه په تعقیب یې لومړني لیده کاته په بګرام هوايي اډه کې له امریکايي پوځیانو سره وشول.

ښاغلی کارترغواړي د دې سفرپه ترڅ کې له هغو ۸۴۰۰ امریکايي سرتیرو سره وویني کوم چې د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ تر پایه به په افغانستان کې پاتي کیږي.

دا چې ولي د وارسا تر کانفرانس سمدستي وروسته د امریکا د دفاع وزیر کابل ته راځي او هلته د ملي یووالي حکومت د رسمي چارواکو په ځای لومړی له خپلو امریکايي پوځیانو سره ګوري د تأمل وړ خبره ده.

د ۲۰۱۴ کال په اخیر کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو په تیره امریکايي ځواکونو د پرشاتګ اعلان هم امریکايي سرتیرو او هم د هغوی کورنیو ته یو له خوښۍ ډک خبرو ، خو اوس چې بارک اوباما د خپلې مخکینې ژمنې برخلاف غواړي یاد ځواکونه د خپلې واکمنۍ تر پایه په افغانستان کې پاتې کړي خامخا به هم د امریکايي سرتیرو او هم د هغوی د کورنیو پرمورال ناسم اغیز کوي.

د امریکا د دفاع وزیرد همدې غرض لپاره کابل ته راغلی ترڅو په افغانستان کې پاتي کیدونکو سر تیرو ته د امریکايي چارواکو پریکړه ور وارويي او په دې سره هغه منفي تأثر چې دوی او د دوی کورنیو له یادې پریکړې څخه اخیستی د هغوی له ذهنونو څخه لیري کړي.

په افغانستان کې د محدودو امریکايي ځواکونو پاتي کیدلو پریکړه د افغانانو ترڅنګ خپله د امریکايي ولس او همدا راز د هغوی د پوځیانو لپاره هم یوه ناخوښه پریکړه ده او کیدای شي د دوی لپاره په راتلونکي کي د ډیرو نورو داسې خونړیو پیښو لامل وګرځي کومې چې په دې وروستیو کې امریکایان په دا لاس ـ تکساس او اورلانډو ـ پلوریدا ایالت کې ورسره مخ شول. 

همدا وجه ده چې امریکايي چارواکي کوښښ کوي د عامه ذهنیت سازي لپاره کابل او بغداد ته دغه ډول ناڅاپي سفرونه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د