ورزش

د ملي لوبډلې پیاوړې توپ اچونه ایرلینډ له ماتې سره مخ کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۲مه ۱۳۹۵ل): نن د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو تر منځ د یوه ورځنیو سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې ملي لوبډلې ایرلینډ ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ایرلینډ لوبډلې وګټله او د ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. د ملي لوبډلې لوبه پیلوونکو توپ وهوونکو غوره او پیاوړې توپ وهنه وکړه. د لوبغاړو توپ وهنې ته په کتو سره داسې ښکاریده چې افغانستان به له ۳۰۰ څخه زیاتې منډې جوړې کړې خو ځینې لوبغاړي ونه توانیدل غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

ملي لوبډلې په ۴۹.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شهزاد محمدي او نجیب الله ځدران نیمه سلیزو په مرسته ۲۵۰ منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي په ۷۹ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۶ او نجیب الله ځدران په ۶۱ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۹ منډې جوړې کړې.

جاوید احمدي ۲۹، رحمت شاه ۱۴، سمیع الله شینواري ۲۴، اصغر ستانکزی صفر، محمد نبي ۵، دولت ځدران ۷، میرویس اشرف ۱۲، راشد خان ۱۸ او شاپور ځدران ۲ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې میک کارتي او ابراین څلور څلور ویکټو اخیستلو سره تر ټولو ښه وځلیدل. چېس او ډوکرېل هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د ایرلینډ لوبډلې هم پیاوړې توپ وهنه پیل کړه خو وروسته بیا افغان توپ اچوونکو چټکو ویکټو اخیستلو سره ایرلینډ له ماتې سره مخ کړه.

د ایرلینډ لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې په ۴۸.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د جوایس نیمه سلیزې په مرسته ۲۱۱ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره جوایس په ۸۷ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهووونکی و.

د ملي لوبډلې لپاره محمد نبي او راشد خان درې درې ویکټې او دولت ځدران او میرویس اشرف دوه دوه ویکټې واخیستې. دولت ځدران خپل ۹.۲ اورونو کې یوازې ۲۹ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x