شعـــــرونه

وړه وړه ږلۍ: عزيز الله حسيني

عزيزالله حسيني

توره شپه ده بس یو زه یوه سپوږمۍ ده
یخ شمال ده او سړه سړه سیلۍ ده

د یو لوی کمره د څوکې بیخ ته ناست یم
ټک او ټوک دی څه وړه وړه ږلۍ ده

ډار او ترس ټغر خور کړی دی په سیمه
د تور تم پلو کې نغښتې تروږمۍ ده

لوږه تنده ده له یخ څخه ریږدیږم
نښتي ستوني کې وړه وړه سلګۍ ده

د مطرب څاڅکي په پاڼو شیندل شوي
څنګ کې ناسته مات وزر یوه مرغۍ ده

د یو لري څوکې لور نه می غږ وا ورید
هلته هم کوم مسافر خوره شړۍ ده

ور روان شوم چې کتل مې یوه څنګ ته
هلته هم ویده ارمان د یوی مورکۍ ده

دوه بارانه له دوو وریځو را روان دي
یو له بره بل د سترګو له شیلۍ ده

د څو تورو مېلمستیا حسیني کړې
میلمنه یې د غزلو ښاپیرۍ ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x