
غزل: عبدالله ريحان
عبدالله ريحان
د ستا په سترګو کې دنیا وینمه ځــــان وینمه
راج دعـــمر وینم، سخـــــا پکې د عثمان وینمه
دشتې میرې ورباندې ښکلې دي نظره مه کړې
یو څــــو ژڼکي زمونږه کلي کـې روښان وینمه
ستړیـــه ژوندونه پاکـــو هیلــــو ته مو ورسوه
د ستا په غیږه کـې سلګۍ سلګۍ ارمان وینمه
خدای خـو دې راوله د سپین پټکي ملنګه یاره
ستا و راتلــــو ته انتظار کـــې هـــر افغان وینه
ګوندې پیغام د سپینې سولــې او د امن راوړي
د وطن غرونو کې (ریحان) غاټول ګلان وینمه
عبدالله ریحان