افغانستان

سوداګرۍ او صنایعو اتاق: افغانستان له پاکستان سره د وړو واردولو هېڅ قرارداد نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق وايي چې له پاکستان سره د وړو د واردولو په اړه هېڅ قرارداد نه و کړی چې اوس يې دوی فسخه کړي.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو د ځينو راپورونه په خپرولو سره ادعا وکړله چې افغانستان د هند په فشار د پاکستان سره د یو میلیون ټنو وړو د واردولو قرارداد فسخه کړی دی.

دغو رسنیو ویلي وو چې افغانستان د پاکستان په وړو ماليې لوړې کړي چې له کبله یې افغانستان ته د پاکستاني وړو صادرات دریدلي دي. افغانستان ته د پاکستاني وړو په صادراتو تر بندیز وروسته په پاکستان کې د وړو د تولید او پروسسس ۸۰۰ کارخانې هم بندې شوي دي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مرستیال خانجان الکوزي بیا د پاکستاني رسنیو ادعاوې رد کړي او ویلي يې دي چې له پاکستان سره په دې اړه هېڅ قرارداد نه لري. هغه زیاته کړې چې پخوا ډیر وړه له پاکستانه واردیدل خو په ورستیو کې د څو لاملونو له کبله د پاکستاني وړو په واردولو کې د پام وړ کمی راغلی دی.

د یاد لوړ پوړي چارواکي د معلوماتو پر اساس چې د نورو وړو په پرتله پاکستاني وړو نرخ په یوه ټن کې لس ډالر پورته لویږي او له همدې کبله د پاکستاني وړو واردات کم شوي دي. همدا راز د نورو وړو په پرتله د پاکستاني وړو کیفیت ټيټ او نرخ لوړ دی. پر دې سربېره د قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه هم اوس ډیری وړه افغانستان ته واردیږي.

الکوزي وویل چې افغانستان کې هم اوس د وړو د پروسس او تولید کارخانې ایجاد کړي او اوسمهال میلیونونه ټن وړه د هېواد په څو ذخیرو کې موجود دي چې د پروسس وروسته به ترې ګټه واخېستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x