
شهادت که ځان وژنه؟!
حامد افغان
عباس بن فرناس (810م/875م) د اندلس مشهور عالم، شاعر تېر شوی دی، دی اصلاً د امازیغ قوم نه و، هغه د ریاضي ماهر او وتلی عالم و، او د مختلفو شیانو مخترع بلل کیږي، لکه د رنګ قلم د لومړي ځل له پاره ده جوړ کړ، داراز له کاڼو نه ښيښې جوړول، طبي چشمې، د ستورو د حرکت معلومولو یو ډول اله او داسې نور.
د ده مشهوره اختراع دوه وزرونه جوړول دي، دا وزرونه په لاسونو کې تړل کیدل او انسان د غره له یوې څوکې بلې ته الوت پرې کولی شوی. متاسفانه دې اختراع د نوموړي عالم ژوند ورنه واخيست، مشهوره داسې ده چې ده کله دا وزرونه جوړ کړل او د تجربه کولو په نیت د غره له یوې څوکې والوت نو په ځمکه ولويد او مړ شو،
عباس د اندلس واکمنو ته ډېر نږدې و، او په دې اختراعاتو سره د هغه شهرت خورا زیات شو، ویل کیږي هغه باندې د کفر او زنديق فتوا ولګیدله، دا فتوا تر محکمو ورسيدله او دی د سزا له پاره د یوه جومات مخته هم وړاندې کړل شو، خو د قاضیانو له خوا دا فتوا جهل او مبالغه وبلل شوه او عباس بن فرناس ته یې برأت ورکړ.
په عباس باندې لګیدلې فتوا پوري د یوه ادیب خبره رایاد شوه، هغه لیکي چې د عباس بن فرناس له دې اختراع او بیا د ده له مړبني غریبانو دا فکر واخیست چې څنګه باید والوزو .. او مسلمانان په دې بحث اخته شول چې ایا د عباس مرګ شهادت دی او که ځان وژنه؟!
دا معمولي خبره نه ده، لویدیځوالو دې فکر ته وده ورکړه، الوتکې یې جوړې کړې، خلا ته سپوږمکۍ ليږي او خلایي سټیشنونه لري، خو موږ لا په هماغه زړو فروعي اختلافاتو کې نښتي یو، تقلید روا ده که ناروا؟ فلانی مجتهد خطا او آن کافر و، هغه بل داسې و او .. په لوړ اواز “امین” ویل روا دې که ناروا، امام پسې فاتحه ویل، او داسې نور..
خپله تکنالوژی ایا خه ده که خراب؟ ایا انسانان تر دی اسبابو مخکی ارامه او سکون درلودل که اوس؟ صحتونه مخکی خه ول یا اوس؟ د نورو شیانو دتاوانونو ذکر نکوو صرف دموتر دتاوانونو په اړه به دومره ووایو کالانه تر دوو ملیونو دیر خلک وژل کیږی او تر ۵۰ ملیونو زخمی کیږی چی پدغه حساب هره ورز مسلسل تقریبا یو لاکه پنځلس زره تکر او اکسدنت کیژی توله دنیا کی چی هغه کی تقریبا د ۵۰۰۰ نفرو دوژل کیدو سبب او د یو لاکه او لسو زرو دزخمی او معیوبیدو سبب کیژی چی دا دیره لوړه شمیره دی حالانکه… نور لوستل »
حامد افغان وروره زه ستاسو له خبري سره موافق نه یم چې موږ اوس هم لګیایو تقلید روادی کنه ، آمین په زوره وایو که سوکه ستاسو له لیکني مي دا وانګیرله چې ګني تاسو وایاست چې کاشکي دا ټول ملایان پښان وای او آهنګري اوپښي ته یې ملاتړلی وای ترڅو یې ښه ټانګونه ، توپونه اونور شیان جوړکړي وای داسي نه ده موږ ته همداپکار ده چې په دین باندي ځان ښه پوه کړو ، وروسته بیااسبابوته متوجه شو ، ذهنیتونه جوړکړو ، یو واریې مسلمانان کړو بیا یې د نورو کارونو دپرمختګ چورت ووهو هغه ملا او طالب… نور لوستل »
زما د عقلی او نقلی معلوماتو له مخی : د حامد افغان صاحب لیکنه ډيره ښکلی او د اسلامی نړی د عمده ستونزو لوی علت یی همدغه په کوچنیو خبرو وخت ضایع کول ، ګوندونه ، مذاهب او بیلابیلی لیاری رامنځته کوی یو بل ته منافق ویل خو پریږده د کفارو اطلاق کوی ، حامد افغان صاحب نه دی ویلی چه اجتهاد دی نه وی په اړینو مسایلو کی دی فتوی نه ورکول کیږی د مسایلو څیړنی او ارزونی دی نه کیږی مناقشی او مفاهمی دی نه کیږی ، حتی بی علمه هجرت او جهاد کول ارزشت نه لری او… نور لوستل »
وبخښی ، زما په پورتنی تبصره کی [ پخوا زمانو کی چه د خلکو شمیر ، اړتیاوی او نیمګړتیاوی ( زیاتی ) او د زمکی طبیعی….] مونږ باید ( کمی ) لیکلی دی هغه د ویلو وخت کی د زیات په ځای کم یاد کړی او یا د نن تکی اسیا چلوونکی ورونه که یی سم کړی مننه به تری وکړو مننه
دا دغربیانو او په رزاق الله رب العالمین نه باوردرلودونکی خلکو خبری دی چی وایی انسانان دیر شوی او ضروریات یی دیر شوی ددیشیاننو ضرورت دی هو کیدای شی دخلکو حرص زیات شوی وی دا دنفوس دزیاتیدو پوری اړه نلری بلکی دا انسانان به دغو سلو اخرنی کلونو کی سومره دیر شوی وی څنګه چی مونږ پوهیږو ددی تولو اسبابو استعمال تر سلو کالو او بیا اخرنی پنځوسو کلونو نه اوړی همداسی که مونږ متوجه شو نو د الله تعالی بی نهایته مخلوقات وینو چی وچه اوسمندرونو کی ده او الله تعالی تولو ته روزی ورکوی او بیا دا ازدهام… نور لوستل »
که له ځینو تکراری خبرو تیر شم ، تبصره به می ډیره اوږده نه شی او هدف ته د رسیدلو فاصله به مو لنډه او لږ وخت کی وهلی وی . دا منو چه د انسانانو به څنګ کی په میلونو او بیلونو نور ژوندی حیوانات او نباتات شتون لری الله ج ورته د خپل طبیعت د مهربانی لمن څخه د اړتیا وړ امکانات برابر کړی که مونږ انسانان یی چاپیریال ورخراب نه کړو بی ارمانه او پریمانه ژوند لری، مګر انسانان الله ج د خپلی خدای د عظمت د څرګندولو په خاطر د متفکرو مغزو ، مهربانه زړو او… نور لوستل »
که یو واری رختیا تول انسانان دومره با احساسه کیدل چی خپل زانونه خپله محاکمه کړی نو زه ګومان نکوم چی بیا دومره دنیایی خواهشات ولری چی دداسی شیانو ضرورت ولری بهر حال دا دفتنو دور ده او داسی فتنی ده چی دبابا ادم ع له وخته بیا تر دا سل کاله مخکی یی نذیر نه وو لیدل شوی چی دنخو نخانو څخه خکاری چی دا دفتنو او ددیرو رنګارنګو فسادونو زمانه ده (ظَهَرَ الفَسَادُ فِي البَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ” (الروم:41) همداسی ما مخکینی تبصره کی یو لنک ورکړی وو… نور لوستل »
محمد عبدالله صاحب
ستاسو منظور له دیشیانو څخه داعشیان دي که څه؟ تاسو خو د هغوی کلک ملاتړي وی نو دا څه وشول چې حقیقت مو درک او اوس یې د فتنو برخه ګڼی؟؟
د خدای شکر دی چې د حقیقت ادراک لار در ومونده.
غوربندی صیب داسی کومه خبره خو دغو تبصرو کی ما نه وو لیکلی چی تاسو تری دا مطلب واخیست زما یو کال مخکی خبره اوسنی خبری او راتلونکی که ژوند وو انشاالله یوه خبره می ده چی داسلام او شریعت واضحه لاره ده او تول مسلمانان دی باید متحد او منظم شی دمسلمانانو بی اتفاقی هیسکله دمسلمانانو په ګته نده دمسلمانانو د شکست لوی سبب همدغه خپل منځی اختلافونه کیدای شی مختلف کفار په مختلفو کفری عقیدو متحد کیدلای شی په غتو چوکیو او قدرتونو سره جوړیدای شی خو مسلمانان په یو اسلام او یوه عقیده او او په نشت… نور لوستل »