نړۍ

«پاکستان سره دې په هر ډول مرستو بنديز ولګول شي»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۳۹۵ ل): د امريکايي کانګريس يوه کميسيون وړانديز کړی، چې پاکستان سره دې په هر ډول مرستو بنديز ولګول شي.

د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه «پاکستان دوست که دوښمن» په عنوان د کانګريس د بهرنيو اړيکو کميسيون پر پاکستان نيوکې کړي او د پاکستان پاليسي يې په سختو ټکو غندلې ده.

د کميسيون مشر ميټ سلمون وايي، چې د ده شخصي نظر دا دی، «که پاکستان اوس هم د سخت دريځو ډلو ملاتړ کوي، نو پاکستان سره دې په هر ډول مرستو بنديز ولګول شي.»

تېره ورځ پخواني ډيپلومات زلمي خليلزاد، د امريکايي پوهنتون پروفيسر ټريستا بيکن او د لانګ وار ژورنال ايډيټر بل رجيو کانګريس ته د پاکستان په اړه ويناوې وکړې او د وکيلانو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

زلمي خليلزاد وويل، چې د افغانستان د جګړې تر ټولو مهم لامل پاکستان دی.

درې واړو کارپوهانو وويل، چې پاکستان اوس هم «د ښو او بدو طالبانو» پر پاليسي عمل کوي او له امريکا سره د شوو ژمنو سربېره د هغو ډلو پر ضد عمليات نه کوي، چې د هند، افغانستان او امريکا پر ضد جګړې کوي.

د کانګريس د غړو د څرګندونو پر خلاف د پاکستان او امريکا چارواکو پر يو بل د باور او ترهګرۍ ضد جګړې په اړه د ګډو هڅو ستاينه کړې ده.

واشنګټن کې د پاکستان سفارت وياند نديم هوتيانه وايي، چې د امريکا ولسمشر د پاکستان صدر اعظم سره په ګډ خبري کنفرانس کې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د لومړي کتار باوري ملګری بللی دی.

پاکستان وايي، چې د ترهګرۍ ضد جګړې وروستيو عملياتو کې يې ۳۵۰۰ مخالفين وژلي او په دغو عملياتو کې پنځه سوه پاکستاني پوځيان هم وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي په دې اند دي، چې دوی په خپله د ترهګرۍ ښکار دي او هېڅوک بايد د دوی په هوډ او جګړې بې باوره نه شي.

د کانګريس غړو په داسې حال کې پاکستان سره په هر ډول مرستو د بنديز غوښتنه کړې، چې تېره مياشت امريکا پاکستان سره اته سوه ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x