نظــر

امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي؟ // سپوټنیک دری

ژباړه: جلال یعقوبي

جمهور رئیس غني د وارسا کنفرانس پر مهال وویل: ټول هیوادونه پرته له پاکستان څخه د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې ښکیل دي، آیا دا به په افغانستان کې د سولې پر پروسې مثبت اغیز وکړي او کنه؟ او ولې تر اوسه پاکستان په سیمه کې له تروریزم څخه په ملاتړ تورن دی؟

د بوهنتون استاد موسی فریور وایي: ولسمشر غني پدغه ناسته کې نړیوالو ته د افغانستان د ناورین یو اړخ ور وپیژند، خو د افغانستان ناورین دوه اړخه لري، یو اړخ یې پاکستان دی او بل یې امریکا، ای کاش ولسمشر جرئت کړی وای او ویلي وای چې، امریکا په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي، امریکا په جنوب لویدیځ آسیا کې جلا سیاست لوبوي.

فریور وویل: امریکا، لویدیځ او پاکستان د افغانستان پر وړاندې ځانګړی موقف اختیار کړی، هغه زیاته کړه: د امریکا او پاکستان ترمنځ چې کله نا کله کومې ستونزې او تشنج رامنځ ته کیږي له یو ظاهري سناریو پرته بل څه نده، یعني کله نا کله باید د امریکا او پاکستان اړیکې سره ترینګلې شي، او دا د دوې د سیاست یوه برخه ده، امریکا خپلو اهدافو لپاره په افغانستان کې د پردې تر شا کار کوي، دا کار د پاکستان له لارې کوي او هر څه د پاکستان په نوم پای مومي او خلک باید پر دې پوه شي.

د فریور په وینا چې امریکا او لویدیځ لا تر اوسه په افغانستان کې خپلو موخو ته ندي رسیدلي، نو هغوې غواړي چې د اږودې مودې لپاره دلته پاتې شي، چې له دې سره به په افغانستان کې د جګړې لمن څو نورو لسیزو ته وغزیږي.

د پوهنتون دغه استاد زیاتوي چې امریکا خپلې موخې په افغانستان کې ګوري او دا هیواد کولی شي چې له دې خپلو موخو ته ځان ورسوي. دې زیاتوي: پرته له شکه چې امریکا غواړي د افغانستان له لارې ځان خپلو موخو ته ورسوي، او په سیمه کې له خپلو سیالانو سره حساب وکړي، خو دا په سیمه کې د افغانستان منافع زیانمنوي، خو آیا امریکا پدې اړه فکر کوي؟ په همدې دلیل امریکا د افغانستان ټول واکونه په خپلو لاسونو کې نیولي، افغانستان یې تر ننه احتیاج ساتلی، او نه پریږدي چې افغانان د خپل راتلونکي لپاره پریکړه وکړي او خپل منافع په نظر کې ونیسئ، په هیواد کې د روان ناورین تر شا د امریکا پراخ لاس دی.

فریور په ځانګړي توګه په افغانستان کې د سولې د راتلونکي په اړه وویل: امریکایي چارواکو لا پخوا ویلي وو چې په افغانستان کې به جګړه تر څو نورو لسیزو دوام مومي، نو د سولې لرلید له مونږ څخه څو چنده لري دی، تر هغې چې د سولې د پروسې ټول صلاحیتونه له افغانانو سره نه وي او پروژه په پروسه بدله نشي، په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین هیله او تمه هم باید ونشي، د سولې او ثبات د تامئن لپاره دغه پروسه باید ملي شي، بهرنیان هیڅکله مونږ ته سوله نه راوړي.

دې همدا راز زیاته کړه، که سوله د امریکا، پاکستان، چین او داسې نورو هیوادونو په ګټه وای، پرته له دې چې له مونږ پوښتل کیده دغه پروسه به په کامیابې پای ته رسیده، خو داسې نده! مونږ ټول پوهیږو چې جګړه د دوې په ګټه دی او خپلو موخو د رسیدو لپاره به جګړې ته دوام ورکوي، نو په همدې اساس مونږ باید سوله د بهرنیانو له انحصار څخه خلاص او خپل هیواد وژغورو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx