هلمند : ګرمسېر کې د نظم عامه پوليسو څلور پوستې وسله والو طالبانو لاندي کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۳۹۵ ل):د هلمند ولايت امنيتي سرچيني وايي په ګرمسېر ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتي شوي .

نښتي تېره شپه د ګرمسېر ولسوالۍ مرکز ته څېرمه پيل او نن سهار شاوخوا پنځه بجې پای ته رسېدلي .

امنيتي سرچېني وايي د نظم عامه پوليسو څلورو پوستو سقوط کړی ، دوه پوليس وژل شوي او يو بل تن ټپي شوی دی.

طالبانو د يادو بريدونو مسؤليت منلی.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم د نښتو پخلی کړی خو د مرګ ژوبلي په اړه يې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې .

د جګړې دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلي د اوښتو خبري کوي.

طالبان وايي د تېري شپې په جګړه کې يې ۲۹ تنه عسکر وژلي او له نيول شوو څلور پوستو څخه يې په زياته اندازه مهمات تر لاسه کړي.

ګرمسېر په هلمند کې له با امنه ولسواليو شمېرل کيږي او ويل کيږي طالبان لا تر اوسه هلته پراخ حضور نلري

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د