شعـــــرونه

سپین شعر / محمد علي عمري

محمد علي عمري

رانژدې چي تر رګودئ
زما دځان تر ارادودئ
شپه او ورځ یې څرګنديږي
قدرت زما پراندامونو
دامیږئ چي مې ومخته
دئ روان په منډه منډه
په مطلب یې ښه پوهيږې
پر نريو اندامويې
واک دهغه ستریزدان دئ
ترځان لوي بار یې اخیستئ
ددې بار د وزن شاته
دهغه دقدرت لاس دئ
تر وروستي منزله پورې
دقدرت لاس ورسره دئ
رسېدلئ ترهرځایه
دهغه دقدرت زور دئ
دابه لو بې ادبي وي
ضرورت نشته چي پورته
دواړه لاس کړم واسمان ته
وهغه ته ورنعرې کړم
اې باچا دکايناتو
اې دستر قوت څښتنه
زما فر یاد او دعا واوره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x