افغانستان

له پاکستان سره دیرش سلنه سوداګري کمه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مرستیال وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سودګریزو اړیکو خرابېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ صادارات او واردات ۳۰ سلنه کم شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مرستیال خان جان الکوزي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د پاکستان په سرحداتو د شرایطو سختېدو، د اجناسو کیفیت خرابېدل او د نورو هېوداونو ښه کیفیت او د افغانستان بازارونو ته لاسرسی پیدا کولو له کبله د پاکستان سره سوداګري ۳۰ سلنه راښکته شوې ده.

هغه زیاته کړې چې د کوټې څخه تر چمن پورې امنیتي وضعیت هم خراب شوی دی او په دې وروستیو کې په دغو لارو سوداګرو ته ستونزې هم پيدا شوي دي.

د الکوزي په وینا د سوداګرو سره تونده رویه او په لارو کې ترې پیسې اخېستل د دې لامل شوي چې افغان سوداګر افغانستان ته مالونه وارد او یا هم پاکستان ته صادر نه کړي.

هغه زیاته کړې چې د توندې رویې، ناسم امنیتي وضعیت له کبله د ډیری افغان سوداګرو مالونه خراب شوي او اوسمهال مجبور دي چې د پاکستان پر ځای نور هېوادونه انتخاب کړي.

بل لوري ته پاکستاني رسنۍ ډان نیوز ویلي چې پاکستان د ماليې د لوړیدو له کبله افغانستان ته د وړو صادرات موقتا بند کړي دي.

یادې رسنۍ د سیمه ییزو چارواکو له قوله لیکلي چې پاکستان دغه پریکړه تر هغه وروسته کړې چې افغانستان په پاکستاني وړو مالیه لوړه کړه.

سرچېنې زیاته کړې چې هره ورځ افغانستان ته د وړو ۷۰ لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلېدلې خو په وروستیو کې یې کچه بیخي راټيټه شوې وه او نن /چهارشنبه، چنګاښ ۲۳مه/ په بشپړه توګه د وړو صادرات بند شوي دي.

خو د سوداګرۍ اتاق مرستیال خان جان الکوزی بیا د پاکستاني چارواکو ادعاوې چې ګواکې افغانستان په پاکستاني وړو مالیه لوړه کړې، رد کړي دي.

هغه ویلي چې د پخوا په څېر اوس هم د پاکستاني وړو څخه دوه نیمه سلنه مالیه اخېستل کیږي.
د الکوزي په وینا د پاکستاني وړو نرخونه لوړ دي خو د قزاقي وړو بيې کمې او د پاکستاني وړو په نسبت يې کیفیت هم ښه دی.

هغه زیاته کړې چې سره له دې چې پاکستاني توکي په بازار کې ارزانه موندل کیږي خو د سختو شرایطو او خراب کیفیت له کبله ورځ تر بلې خپل ځای په بازار کې د لاسه ورکوي.
نوموړي ویلي چې د پاکستان سره د وړو د واردولو په اړه افغانستان هېڅ قرارداد نه درلودلو چې اوس دې دوی فسخه کړی وي.

د پاکستان د وړو شرکتونو مسوولینو ویلي چې افغانستان ته د وړو په صادارتو د بندیز وروسته دوی ته میلیونونه زیان اوښتی او دواړه هېوادونه باید دغه ستونزه حل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x