نظــر

بیا هم ناټو خپلی ګټی منعکس کړی

عبدالباری عارض، لیکوال
عبدالباری عارض، لیکوال

عبدالباری عارض

د ناټو د غونډی لپاره زموږ په هیواد کښی ډیر تبلیغات له وړاندی وسوه حتی اوسهم هڅه کیږی د ناټو ګټی د افغانستان ګټی و ښوول سی . ځنی افراد او کړۍ اګاه او نا اګاه هڅه کوی د ناټو غونډه په وارسا کی سراسر د افغانستان په ګټه منعکس کړی حال دا چی حقیقت نورڅه دی ناټو په نړیوال انداز د روسیی په وړاندی یوه برخه د نوی ځواکونو د ځای پر ځای کولو او په بله برخه کی د افغانستان تر عنوان لاندی د نوی تهدیداتو په وړاندی نوی طرزالعملونه تصویب کړه.

ناټو د افغانستان له پاره څه وکړه؟ لمړی هغه څلورنیم میلیارډه ډالره مرسته یی د افغان پوڅ لپاره اعلان کړه چی له وړاندی امریکا د هغه یادونه کړی وه ، دوهم د امریکایی پوځیانو د تعداد شتون یی تر ۲۰۱۶ کاله پوری په ګوته کړه چی اوباما یی له وړاندی اعلان کړی و ، دریم د افغان لوری څخه یی د فساد سره د مبارزی او ښه حکومتولۍ ژمنی ترلاسه کړی.

اوس دی درو ټکو ته یو ځغلنده نظر اچوو : زما په آند یو ځل بیا یی د توکیو، لندن، شیکاګو،بروکسل او کابل کنفرانسونو په شان د افغان ولس په سترګو کی خاوری وشیندلی په دی معنی چی هغه اصلی ناروغۍ ته یی پاملرنه ونګړه چی افغانستان د کلونو راهیسی د هغه څخه کړیږی . د افغانستان ناروغی جګړه ده چی د هغی د څرنګوالی په هکله ناټو هیڅ هم نه درلوده که یی پوځ ته پیسی زیاتی کړی او یایی د څو کلونو لپاره و غځولی دا په دی معنی ده چی و جګړی ته یی پطرول ور وشیندل ځکه هغه دولتونه چی د مخالف لوری ملاتړ کوی هغوی به هم تر نورو کلونو مخالف لوری ته پیسی ور ډیری کړی جګړه به نوره هم تیزه سی حتی ناټو هغه مشکل ته توجه ونکړه چی زموږ په امنیتی ځواکونو کی شتون لری او نه یی د حل لاره په ګوته کړه لکه زموږ دولت چی په کراتو ویلی دی فساد د امنیتی قواو لمنه کلکه کړیده په هلمند که پنځه زره عسکر خیالی شتون لری امتیازات معاشونه یی اجرا کیږی اما فزیکی شتون نلری همدا رنګه فاریاب ، کندز او نور ولایات د حکومت له لوری په ګوته سویدی چی خیالی عساکر پکښی شتون لری امتیازات یی حواله اما په فزیکی ډول شتون نلری خلاصه کوم رقم چی تر دری نیم لکو اضافه عساکر بلل کیږی عملا شتون نلری . ایا اصل ستونځه دا نه ده چی د حل لاره یی په ګوته سی داچی پیسی نوری هم پر ډیری سوی د فساد کړکۍ یی په پرانیستی دروازه بدله کړه ایا هغه مطلب چی د ناټو امریکایی قوماندان پخوا په زغرده ویلی وه چی د امنیتی ځواکونو په راس کی وړ کسان ندی ګمارل سوی د پام وړ نه و؟.

اصلی خبره خو د پاکستان په وړاندی د مشخص دریځ غوره کول وه سربیره پر هغه چی افغان لوری د پاکستان یادونه وکړه اما ناټو د پاکستان هغه ږغ ته مثبت جواب ووایه چی له لیری څخه یی پر ناټو ږغ وکړ چی مسله دی د خبرو له لاری حل سی ناټو پریکړه وکړه چی د افغانستان موضوع دی د پاکستان سره د خبرو له لاری حل سی په اصل کی خو پیسی دی کمی سوی وای اما د جګړی د ختمیدو لاری چاری په جدی توګه لټول سوی وای ترڅو به جګړه دوام لری او کال په کال به موږ خوشاله کوی چی دادۍ پیسی مو و خیالی پوځ ته نوری هم در ډیری کړی ، د پردیو په لمسون دی ورور وژنه دوام ولری او د پاکستان لاس دی هم خلاص او هم مطمین وی.

دوهم ناټو و پتییل چی د امریکا ۸۴۰۰ عسکر به یو کال نور هم په افغانستان کی پاته سی او د نورو غړو هیوادو څخه یی د ورته عمل غوښتنه وکړه . ایا عمق د موضوع ته پام سویدۍ چی دا پریکړه د افغانستان ګټی منعکس کوی که د ناټو ګټی؟ ډیر افغانان اګاه او نا اګاه ورته خوشاله سوه او دایی د ناټو احسان پر ځان ومانه اما حقیقت خو بل څه دۍ تاسو ته بهتره معلومه ده چی د غرب او روسیی اړیکی په دی ورستیو کی ورځ تر بلی ترینګلی کیږی په حقیقت کی یی په دی اقدام روسیی ته په ګوته کړه چی د خلا څخه د استفادی خیال ونلری یوازی دلته د ځواکونو پاته کیدل نه بلکه په لیتوانی ، استونی ، لیتوانیا او پولنډ کی یی عینی اقدام تصویب کړ. ایا دا عمل زموږ ګټی منعکس کوی که د ناټو اهداف؟

دریم د افغان لوری څخه یی د ښه حکومتولۍ او د فساد په وړاندی ژمنی د تشریفاتو په ډول ترلاسه کړی هغه ژمنی چی په تیرو څورلسو کالو کی یی دوامداره غوښتنه کیږی . هغه غوښتنی چی د ټوکیو د کنفرانسه نیولی بیا تر اوسه یی یادونه کیږی . ښه حکومتولی څنګه ؟ دا واقعیت دی چی د کلونو راپدیخوا د ښه حکومتولۍ د نه شتون له کبله افغان ټولنه رنج وړی دا بله مهمه ناروغی ده چی هیواد ورسره لاس او ګریوان دۍ اما حقیقت خو دادۍ چی غرب نه غواړی زموږ په هیواد کی ښه حکومتولۍ ته لاره پرانیستل سی ژوندۍ بیلګه یی دا دوه سره حکومت دۍ چی د دوی په مرسته او لارښوونه تپل سویدۍ او پای یا ختم یی هم معلوم ندۍ ایا زموږ هیواد همدا اوس بلفعل د دی ناحیی څخه په رنج او عذاب مبتلا ندۍ ؟ نه غواړم په جزیاتو اشاری ولرم او یا نومونو ته ګوته ونیسم خو دا ویل غواړم چی ناټو زموږ اصلی دردونو او ستونځو ته هیڅ پاملرنه ونکړه زموږ لوی او عمده ستونځه جګړه ده چی ناټو هیڅ اشاره ورته نه درلوده حتی په یو ډول یی زموږ په هیواد کی ورور وژنی ته زمینه مساعده وګڼله ، زموږ بله مهمه ستونځه په حکومت کی د اتحاد نه شتون دی چی له کبله یی واک ورځ تر بلی ټکنی کیږی خو ناټو نه یوازی پام ورته ونکړ بلکه و کنفرانس ته د غبرګولی مشرتابه په دعوت یی نورهم دا اور تازه کړ، بله ستونځه مو خیالی تشکیلات په امنیتی ځواکونو کی، خیالی مکاتیب په معارف کی خیالی کلنیکونه په صحت عامه کی او په مجموع کی خیالی دولت په هیواد کی ده خو ناټو هیڅ توجه و دی ستونځی نه یوازی ونکړه بلکه د پیسو په ډیریدو یی ددی بهیر د ګړندیتوب هڅه وکړه د هیواد سیاسی سرنوشت انتخابات هغه ستونځه ده چی هیڅ اشاره ورته ونه سوه.

زما په آند افغان سیاسیون له وړاندی باید پوهیدلای چی دا ډول غونډی په تیره لسیزه کی ډیری سویدی خو زموږ درد یی ندۍ دواکړی او حتی بلعکس کال تر بله حکومتونه ناتوانه سوی جګړی تیزی سوی او د پاکستان لاس خلاص پریښوول سویدۍ داسی نده چی ټوله نړۍ د دی جګړی په مهار کولو کی ناتوانه ده بلکه د جګړی دوام په افغانستان کی پردۍ ګټی په سیمه کی تامینوی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

عارض صاحب ، ښه څیړنه او ارزونه دی کړی ، همداسی ده ، جنګ په مرمیو ، فساد او رشوتو نه ګټل کیږی ، د جنګ ګټلو د پاره لوړ مورال ته اړه لری ، لوږ مورال د سپیڅلی هدف سره تړاو لری، هغوی چه غریب عسکر یی د خپلو غریبو کورنیو د کور ، کالی ډوډی د تر لاسه کولو د پاره د یو شمیر ډالرو د ترلاسه کولو د پاره د مظلوم ، بی دفاع او بیګناه اولس په مقابل کی جنګیږی هغوی خانونه ذلیله او ملامت ګڼی ، مګر د ناپوهی له امله د خبلو کورنیو ژوندی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x