افغانستان

اشرف غني یوه بل امریکايي جنرال ته مډال ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۵ ل): امریکايي چارواکو او جنرالانو ته د مډالونو ورکولو په سلسله کې تیره ورځ ولسمشر اشرف غني امریکايي جنرال ګورډان ډیفس ته په خپل لاس د بریال دویمي درجې دولتي مډال ورکړ.

نوموړي ته د مډال ورکولو مراسم په ارګ کې دننه تېره ورځ ماځیګر تر سره شوه، ولسمشر اشرف غني د امریکايي جنرال ډیفس څخه مننه وکړه چې په دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت کې د تدارکاتو پروسې او سیستم جوړولو په برخه کې هر اړخیزي مرستي کړي دي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «جنرال ډیفس د خدمتونو د قدرونې او د امریکا متحده ایالاتود خلکو او دولت د رښتینو مرستو د مننې په خاطر تورن جنرال ګورډان ډیفس ته د بریال دویمې درجې دولتي مډال ورکړل شو.»

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم پخواني ولسمشر حامد کرزي او اشرف غني ګڼ امریکايي چارواکو او پوځي جنرالانو ته د افغانستان دولتي او ملي مډالونه ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه مسعود

دا مهمه نه ده ، چه مدال یی چاته ورکړی او چاته یی ورکوی ، د غلام په لاس بادار ته مدال ورکول د نا متفکر غلام د پاره بل توهین دی لکه عسکر ته چه جنرال د جنرال خطاب وکړی . دغه مدال ورکول په دی ماهیت هم دی چه د هغه د غلامی رنګ پکی کم رنګه کړی . مګر تر ټولو جالبه یی د همدغه لیکنی په تصویر کی تاسی د امریکایی جنرالانو او په ځانګړی ډول د دفاع وزیر دریدل ، ثبات او باداری دریز ته وګورۍ او بیا د غنی د غلامی ذلیله مخ او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x