سوریه: د ایران په ملاتړ ۲۶ افغاني شیعه ګان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۵ ل): د ایران له لوري سوریې ته د جګړې لپاره لیږل شويو افغانانو څخه ۲۶ تنه وژل شوي.

د العربیه نت د خبر سره سم په تیرو ورځو کې د لشکر فاطمیون په نامه ملیشې چې د سپاه پاسداران ایران له خوا جوړي شوي، په سوریه کې زیاته مرګ ژوبله لیدلې.

لشکر فاطمیون کې اکثره هغه افغانان او پاکستاني شیعه ګان را ټول شوي چې د ایران له لوري د پیسو په بدل کې او یا هم په مذهبي جزبه لیږل کیږي.

د خبر سره سم د سوریه په جګړه کې د ایران له خوا د افغانانو لپاره د لشکر فاطمیون په نامه ملیشې جوړي شوي او د پاکستان لپاره د زینبیون په نامه، چې ددواړو څخه تر اوسه ۱۴۰۰ تنه وژل شوي او زیات شمېر یې نور ټپیان شوي.

سرچینه زیاتوي چې دغه وژل شوي افغانان په ایران کې په لیري پرتو هدیرو کې په ګمنامۍ کې ښخیږي.

ددې تر مخه داسي راپورونه هم ورکړل شوي وه چې د سوریې په جګړه کې معیوب شوي افغانان تر لنډ مودې علاج وروسته بې پوښتني خوشي کیږي او بیا یې د تداوي لپاره هیڅ توجه نه کیږي.

د ایران څخه تښتېدلو افغان شیعه ګانو د رسنیو سره په خپلو مرکو کې ویلي چې د ایران حکومت کله د پيسو او ښه راتلونکي په تمه او کله هم په زور باندي افغان ځوانان په سوریه کې د جګړې لیکو ته جلبوي.

باید وویل شي چې د افغانستان حکومت تر اوسه د ایران سره په دې اړه جدي تماسونه نه دي نیولي او نه یې هم کوم جدي غبرګون ښودلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د