ادبي لیکني

د عرفان الله عرفاني د شعرونو کتاب دوهم ځل له چاپه راووت

قاري سعيد

د جهادي او ملي شاعر مولوي عرفان الله عرفاني د اشعارو ټولګه (د حماسو کلی) په دې نږدې ورځو کې دوهم ځل له چاپه راووت.

دغه کتاب چې ۱۱۲ صفحې لري د ښاغلي عرفاني ګڼ شمیر اشعار، غزلونه او ترانې په کې راټولې شوي دي. ښاغلی عرفاني چې شاعري یي له جهادي فکر او رنګونو څخه مالا مال ده، په دې کتاب کې یي هم د جهادي ژوند بیلابیلې صحنې د شعر په قالب کې انځور کړې او مینه والو ته یي وړاندې کړي دي.

د عرفاني صاحب دا شعري ټولګه تردې وړاندې د مکتبه عزیزیه لخوا چاپ شوې وه چې اوس تازه یي دوهم ایډیشن مکتبه الصدیقه لخوا په ښایسته قطع او صحافت سره چاپ کړې ده.

د نوموړي په کتاب د تکړه لیکوالو او قلموالو ښاغلي (الحاج دُر محمد ګوهري )او (قاري عبدالستار سعید)  لخوا سریزې لیکل شوي چې کتاب یي نور هم ښایسته کړی دی.

مینه وال کولی شي د حماسو کلی کتاب د هیواد په داخل او پاکستان کې له مختلفو کتابخانو څخه ترلاسه او خپله ادبي تنده ورباندې خړوبه کاندي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x