نظــر

طالبانو ته د امریکا د آزادۍ د اتل جورج واشنګټن لیک

خالد افغان زوی

د افغانستان د آزادۍ سرسپارلیو مبارزینو!
نیکې هیلې او احترامات مې قبول کړئ.

زما د هغې مبارزې چې د خپل هیواد امریکا د ازادۍ لپاره مې پیل کړې وه، د ۲۴۰ مې کلیزې مبارکي امریکایي واکمنو ته نه بلکې همدا د تاسوافغانانو د ازادۍ مبارزینو ته ډالۍ کوم. آزادي مو مبارکه شه، آزاد او سرلوړي اوسئ.

ښایي تاسو به هم حیران یاست چې څنګه مې د امریکا د ازادۍ د ورځې مبارکي د خپل اولس په ځای ستاسو په شان د یوه لرې هیواد اوسیدونکو او د خپلواکۍ ګټونکو ته وړاندې کړه؟؟

مه حیرانیږئ! اصلا د همداسې یوې مبارکۍ حقداران یوازې تاسو یاست، ځکه په ۱۷۷۶ میلادي کال کې د امریکا له فلادلفیا څخه زما د مبارزې پیل د آزادۍ د ګټلو په غرض و نه د آزادۍ د غصبولو په موخه. خو نن زما د هیواد امریکا چارواکي او هغوی چې ځانونه زما معتقدین بولي د آزادیو د ګټلو او ساتلو په مبارزه نه، بلکې د آزادیو د غصبولو په کار لګیا دي. هغوی کټ مټ زما د مبارزې د اهدافو په مخالف جهت کې ولاړ دي او غواړي زما د وخت د استعمارګرو انګلیسانو په شان د ازادو ملتونو خپلواکۍ ترې غصب کړي.

زه به خپل دغسې ملت، دغسې حکومت او پاتي شونو ته څرنګه د ازادۍ د ورځې مبارکي ورکړم. هغوی زما له فکر او ارمان سره جفا کړې، هغوی د زما د معشوقې ( آزادۍ) په ستوني چاړه راکښلې او له لسیزو راهیسې یي د ازادیو د غصب جګړې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې جاري ساتلې.

زما په قضاوت کې هغوی د آزادۍ د ورځې د لمانځنې حق نلري. هغوی د آزادۍ قاتلان او ددې ستر بشري ارزښت په وړاندې تر ټولو ستر جانیان او مجرمین دي چې کله به یي هم تاریخ ونه بښي.

اما بالمقابل تاسو، د ازادۍ مبارزین ، که هرڅو زما له خاورې او هیواد څخه لري یاست، اما زما د داعیې ( ملي ازادۍ)تر ټولو ښه حق پیژندونکي یاست. تراوسه مو له هیچا سره د دې ستر ارزښت په سر معامله نه ده کړې. ازادي مو د الله تعالی یو لوی او نه هیردونکی نعمت بللی نو ځکه مو زه دې ویاړمن موقف ته د احترام سر ټیټوم او د خپلې حریت غوښتونکي مبارزې د پیل د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ مراتب یوازې تاسو ته وړاندې کوم.

د افغانستان د ازادۍ فداکارو مبارزینو!

پوهیږم چې زما خبرې به په تاسو ښې نه لګیږي، زما او زما د هیواد له نوم نه به مو کرکه کیږي، ځکه زما د هیواد اوسني حکومت ستاسو په هیواد یرغل کړی او ستاسو په وینو ګټل شوې او پالل شوې تاریخي ازادي یي درنه غصب کړې ده. مګر په دې پوه شئ چې زما دې ناخلفه اولادونو زما اروا هم همدومره تعذیب کړې لکه ستاسو په غوښو او هډونو یي چې چپه میچنې ګرځولې دي.

ما د دوی لپاره یو مستعمره هیواد ازاد کړ او هیله مې وه چې دا به د آزادۍ سمبول هیواد وي، مګر دوی زما په وینو ازاد شوی هیواد د آزادیو په تر ټولو ستر غاصبوونکي هیواد بدل کړ، دوی زما داعیې ته په سپکه وکتل نو ځکه زه هم له دوی نه متنفر یم او غواړم د خپل سرګذشت په اړه یوه شیبه له تاسو سره خواله وکړم.

لکه همدا اوس چې ستاسو هیواد د امریکا، برتانیا، فرانسې، جرمنی او ګڼو نورو استعمارګرو په منګولو کې ښکیل دی، دوه نیمې پیړۍ وړاندې زما هیواد امریکا هم کټ مټ همداسې د لویې برتانیې مستعمره و، لکه لویدیځ یرغلګر چې ستاسو هیواد ته د پرمختګ، تمدن او بیاودانولو له شعار سره درغلي، برتانویان هم زموږ هیواد ته کټ مټ له همدې شعارونو سره راغلي و، دوی ویل چې موږ ته تمدن واردوي، زموږ لارې اوبندونه جوړوي او نور زیربنایي کارونه کوي، چې تر یوه حده یي دغه کارونه ترسره هم کړل او د امریکا د وچې څیره یي وربدله کړه. مګر ددې ټولو استعماري خدماتو په عوض کې یي له موږ څخه د ازادۍ په نوم ستر ارزښت سلب کړی و. موږ ملي خپلواکي نه درلوده. زموږ د پریکړو اصلي مرجع له سمندرونو پورې خوا لندن او زموږ د
برخلیک ټاکلو واک د انګلیس واکمن جورج دریم او لویې برتانیې د ملکې په ګورت کې وه.

عجیب تصادف دادی چې انګلیسانو د یو لړ استعماري مرستو په بدل کې په موږ هم کټ مټ داسې تذلیلوونکي قوانین تحمیل کړي وو لکه نن سبا چې د امنیتي قرارداد تر نوم لاندې امریکایانو په تاسو تحمیل کړي دي.

مثلا لکه ستاسو د مهمو هوایي اډو لکه باګرام، قندهار،خوست او نورو مکمل واک چې د امریکا په لاس کې دی. برتانویانو زموږ تر ټولو مهم سمندري بندر باسټن په خپل واک کې اخیستی او هیڅ امریکایي تجاري کښتۍ ته اجازه نه وه چې په دې ساحل لنګر واچوي.دغه راز لکه څنګه چې د امریکا په امنیتي تړون کې دا خبره تسجیل شوې چې هر امریکایي تبعه چې په افغانستان کې جنایت کوي باید په امریکا کې محاکمه شي انګلیسانو هم د عدالت د قانون په نوم په موږ دا تحمیل کړې وه چې انګلیس وګړی که هر ډول جنایت لکه قتل، غلا ، زبرزنا یا بل څه وکړي یوازې یي د انګلیس حکومت د توقیف او محاکمه کولو واک لري.

ددوی دا قانون ځکه ډیر توهینوونکی و چې انګلیسي پوځیانو ته یي زموږ د اولس په وړاندې د هرډول کړنو ازادي او معافیت ورکاوو چې له امله یي په امریکایي اولس د انګلیسانو د ظلم، جبر او تجاوز ګراف خورا لوړ شو نو ځکه ما هغه مهال په دې قانون (د جنایت قانون) نوم کیښود.

انګلیسانو زموږ په هیواد کې ګڼ شمیر پوځې اډې درلودې،دوی د تحمیلي تړونونو له مخې دا واک درلود چې تر هرې کچې خپل پوځیان زیاتولی او کمولی شي حتی دوی زموږ د سیاسي زعامت ټاکلو واک هم د پردې تر شا په خپل لاس کې ساته خو ظاهرا یې لکه د کابل د حکومت په شان مستعمرو ته د محلي حکومت جوړولو اختیار ورکړی او عامه اذهان یي پرې دوکه کړي و.

اما د انګلیسانو له دې ټولو څالاکیو او نمایشي برنامو سره سره زه په دې پوهیدلم چې موږ آزادي نه لرو،موږ د خپل زعامت په خپله د ټاکلو اختیار نلرو،او موږ حتی په تجاري برخه کې د انګلیسي مالیاتي قوانینو په زولنو تړلي یو چې دا هر څه راباندې د استعماري مرستواو بیاودانولو د شعارونو په شان په غولوونکو وسیلو منل شوي دي.

همدا لامل و چې ما او زما ملګرو د ازادۍ لپاره مبارزه پیل کړه.موږ د ازادۍ لپاره کلونه کلونه سخته مبارزه وکړه، څرنګه چې زموږ د حریت خواهۍ جګړه د لویې برتانیې په شان له یوه ستر او پرمختللي زبرځواک سره وه. نو کټ مټ ستاسو په شان په موږ هم د لیونیانو او ځان هلاکوونکو تورونه ولګیدل.دا چې موږ د انګلیس د مجهز پوځ اتصالاتي شبکې او د رسد لارې وهلې نو موږ یي وطن ورانوونکي او تخریب کاران بللو،انګلیسان چې په خپله یي له موږ سره د مقابلې توان درلود بالاخره یي د ځایي امریکایي اجیرو وسلوالو لښکرې زموږ مقابلې ته راوړاندې کړې، موږ به چې له دې ملي غدارانو او مزدورو عسکرو سره جګړې کولې او هغوی به مو وژل نو ځینو خلکو به اعتراض راباندې کاوو چې تاسو خو خپل امریکایان وژنئ. زموږ دلیل به دا و چې دا که څه هم په نسب او رشته امریکایان دي، مګر همکاري، فکري تړاو او ژمنتیا یی له یرغلګرو سره ده، د هغوی په مخکې ولاړ دي او له هغوی سره د خپل هیواد او هیوادوالو د تذلیل او سرکوبۍ په جګړه کې ملګري دي. دوی امریکایان نه بلکې د امریکا غداران او حریت پلورونکي دي. د دوی ستره ګناه ملي غداري دي چې له خپل هیواد او اولس سره یي کوي نو ځکه د وژلو وړ دي. خو زما له دې دلیل سره سره ډیرو بې ارادې خلکو نه غوښتل د موضوع په حقیقت سر خلاص کړي نو ځکه یي زموږ د ازادۍ سپیڅلې جګړې ته ( امریکایي وژنه) ویل.

څرنګه چې زموږ پوځي توان محدود او د انګلیس د منظم پوځ په وړاندې ډیر کمزوري وو، نو ځکه اړ وو چې د چریکي جګړو پرمخ بیولو لپاره د استقرار قرارګاه ولرو، زموږ د هیواد په ګاونډ کې د فرانسې او هالنډ مستعمرات وو،موږ په عقیدوي او نظري لحاظ هغوی ته هم په کرکه کتل، د هغوی استعماري تګلاره مو هم نه وه خوښه چې تر استعمار لاندې سیمې یي اشغال کړې وې.

اما د هغوی فرق له انګلیس سره دا وه چې فرانسې او هالنډ مخامخ زموږ په هیواد یرغل نه و کړی،موږ ته چې د خپل هیواد ازادۍ اولویت درلود له انګلیس سره د فرانسې او هالنډ دښمني راته د استفادې غوره فرصت ښکاره شو.موږ پرته له دې چې له فرانسویانو او هالنډیانو سره کوم تړون لاسلیک کړو یا یي هم کوم ادنی شرط ومنو. یوازې د خپل هدف د ګټلو او خپلې مبارزې د پایښت لپاره مو د فرانسې او هالنډ تر واک لاندې سیمو څخه استفاده پیل کړه.موږ دا کار ددې په خاطر وکړ چې موږ له ځواکمن دښمن سره د مقابلې په مهال او تنګې جغرافیې له امله د زوال له خطر سره مخ و او د خپلې بقاء لپاره مو باید هر ځګ ته لاس اچولی وای.

موږ په داسې حال کې چې له فرانسویانو سره مو هیڅ تړون نه درلود، او نه مو هم یو قدم د فرانسې د اهدافو په لار کې واخیست، بلکې له سره تر پایه مو ټوله مبارزه دخپل هیواد ازادۍ لپاره وه، مګر داچې له فرانسویانو سره مو د ستراتیژیک مصلحت په مبنا جنګ نه کاوو. د انګلیس غلامانو راباندې د فرانسې د ګوډاګیتوب تور ولګاوو او همدې خبرې ته پوکی ورکول یي پیل کړل. د انګلیس محلي غلامان چې د هغوی تر مستقیمي قومندې لاندې د خپل هیواد د ملي مبارزینو په خلاف جنګیدل،له انګلیسه یي معاش اخیست ، د اوږې ټوپک، دغاړې جامې او د پښو تر بوټو پورې یي ټول څه د انګلیس لخوا ورکول کیدل او تر ستوني په غلامۍ کې ډوب وو، ددې په ځای چې خپل ګریوان ته وګوري او خپل موقعیت درک کړي، یوازې د وجدان غولولو لپاره یي په موږ د فرانسې د غلامۍ ټاپه ووهله، د دوی غرض دا و چې په دې ټاپه سره به خپله غلامي توجیه کړای شي اما دوی ونه توانیدل چې عام اولس دوکه کړي. عام اولس ته موږ هم معلوم وو او دوی هم چې څوک تر کومې کچې غلامان او څوک د ازادۍ جانفداء مبارزین دي. بله دا چې وروسته تاریخ هم ثابته کړه چې زموږ مبارزه د فرانسې او هالنډ د ګټو لپاره نه وه، بلکې د خپل هیواد د ازادۍ لپاره وه، موږ له فرانسې سره تړاو نه درلود، یوازې مو د خپلو ګټو لپاره ورسره اړیکي درلودې چې له دا ډول اړیکو د نړۍ هیڅ حریت خواه مبارزه هم خالي نه ده پاته شوې او بیا تاریخ زموږ استقلال له دې هم ثابت کړ چې د انګلیس له شکست وروسته موږ له فرانسې او هالنډ سره هم همداسې برخورد وکړ او د هغوی په وړاندې مو د ځایي حریت خوا مبارزینو جګړه برحقه مبارزه وبلله.

نو د افغانستان د ازدۍ اوسنیو سرلوړو غازیانو!

زه چې ستاسو وضعیت ته ګورم نو کټ مټ مې هماغه حالت ذهن ته راشي چې زه ،تامس جفرسون او د امریکا د ازادۍ نور اولني مبارزین د خپل هیواد د ګټلو د جګړې په مهال په کې ښکیل وو. خو له موږ سره ستاسو توپیر دادی چې زموږ په وړاندې که یوازې برتانوي زبرځواک ولاړ و ستاسو په خلاف تقریبا نیمه نړۍ ولاړه ده.ستاسو د ازادۍ دداعیې په خلاف ټول استعمارګر سره یو لاس شوي، تر خپل منځ یي، پوځي استخباراتي اتحاد کړی، ځینو یي پوځيان ستاسو مقابلې ته لیږلي،او په خورا درنو تجهیزاتو او پیش رفته وسلو ستاسو د نابودۍ لپاره هڅې کوي. اما دا چې تاسو له دې ټول نړیوال ایتلاف سره جنګیږئ او د ازادۍ لپاره سترې قربانۍ ورکوئ، زه مو عزم او ارادې ته د احترام سر ټیټوم او خپله مبارزه ستاسو د پرتمین مقاومت په وړاندې یوه ناڅیزه کارنامه بولم.

یوه مهمه خبره چې باید ورته متوجه واوسئ داده چې هیڅکله د خپلو دښمنانو په تورونو او پیغورونو د کمترۍ احساس مه کوئ. د ازادۍ غصبوونکي او د هغوی ځنځیر په غاړه غلامان همیشه د ازادۍ په ویاړمنو مبارزینو همداسې تورونه لګوي. د ازادۍ مبارزینو ته احمقان او لیونیان وایي، د هیواد ورانوونکي، د اولس وژونکي، د تمدن او تهذیب دښمنان او داسې نور نومونه ورباندې ږدي.موږ چې د امریکا د ازادۍ لپاره مبارزه کوله نو شعار مو دا وو چې : موږ یا ازادي غواړو او یا مرګ.

زموږ دغه شعار به چې د اولس بې ارادې او له اشغالګرو څخه متاثرو خلکو اوریدو نو د تمسخر خنداګانې به یې کولې، په خپلو تبصرو او خبرو کې به یي موږ سرناخلاصه او احمقان بللو، چې ددوی په خبره له ډبرو سره سرجنګوو او یوازې ځان هلاکوو.
دغه ډول خلک چې د ازادۍ په مفهوم او اهمیت نه پوهیږي دوی په اصل کې انسانان نه بلکې د پسونو او میږو په شان حیوانات دي چې د بادار د لاس غړوندی د ځان لپاره تر ټولو ستر نعمت او ارزښت بولي.

زما یو ملګري توماس جفرسن به د ازادۍ په اړه ویل : آزادي یو څپاند او توپاني دریاب دی، ډارن او غلام صفته خلک ددې دریاب په څپو د سپریدلو تاب نه لري بلکې د استبداد تر سیوري لاندې آرام ژوند غوره بولي.

آزادي خورا ستر انساني ارزښت دی، دا یو له هغو محدودو اقدارو څخه ده چې د ګټلو لپاره یي باید وینه هم ورکړای شي،مګر نن سبا د امریکا په شمول نړیوالو غاصبانو د خپلو ګټو په خاطر هڅه پیل کړي چې دغه ارزښت مسخ او د انسانیت له قاموس څخه وباسي. په دې لړ کې دوی د ازادۍ اصلي مفهوم چې ملي ازادي او خپلواکي ده په فردي ازادي یا لیبرالیزم او بي بندوباري سره تعبیروي، له نړیوالو اولسونو څخه اصلي او مشروعه ازادي( استقلال) اخلي او په عوض یي ورته فردي ازادي ورکوي. دا داسې مثال لري لکه له چا چې سره زر واخلې او په عوض یي ورته کچه اوسپنه ورکړې او بیا یي په دې عنوان خطاء کړې چې دواړو د فلزاتو له نوعې څخه دي.

نن سبا په نړیواله سطحه دازادۍ ګټلو پدیده ډیره پردۍ شوې ده.د نړۍ اکثریت اوسیدونکي په دوو برخو ویشل شوي دي یا خو د ازادۍ غصبوونکي دي او یا هم د ازادۍ په قدر نه پوهیدونکي او د غلامۍ مننونکي. د ازادۍ ګټونکي او ددې ستر ارزښت لپاره قربانۍ ته اماده انسانان تقریبا په نشت حساب دي. له دې جملې همدا تاسو یاست چې د ازادۍ او خپلواکۍ په مفهوم او منزلت پوهیږئ.که څه هم له پراخ تبلیغاتي توپان سره مخامخ یاست او د نړیوالو رسنیو لخوا درباندې فشار زیات دی مګر تاسو د بي غیرتۍ له نړیوالې وبا سره ښه په نره مقابله کړې. د سرټیټو او سرټیټوونکو په نړۍ کې مو د عزم او میړانې تندۍ هسک ساتلی. نه خو د چا فرعونیت ته تسلیم شوي یاست او نه د هیڅ جهت له ګواښونو، لاپو او فشارونو څخه ویریدلي یاست.

ستاسو د همدې سرلوړي موقف له امله له همداوسه د ازادۍ او استقلال مبارکي درکوم. زه یقین لرم چې تاسو به د ازادۍ ګټلو مبارزه تر منزله رسوئ او په بشپړ ډول به خپل هیواد په دې نعمت ښایسته کوئ. ځکه تجربو ثابته کړې چې ازادي یوازې د هغه چا په درشل پښه ږدي چې حق یي اداء کولای او له عهدې یي وتلی شي. آزادي کومه باد راوړې پدیده نه ده چې په تصادفي ډول د کوم غلام په سر کیني. بلکې دا د وینو، قربانیو او امتحاناتو له معبر څخه تیریدونکي یو سنګینه داعیه ده، چې له همدې ځایه خو پوهانو ویلي چې : ازادي ورکول کیږي نه ، بلکې اخیستل کیږي.

تاسو چې نه خو د عین او غین په شان د ازادۍ خرڅوونکي یاست او نه هم د بوش او اوباما غوندې د ازادۍ غصبوونکي. بلکه د وزیر اکبر خان او امان الله خان غوندې د ازادۍ ګټونکي یاست زه مو د ځمکې د سر تر ټولو معیاري او ویاړمن انسانان بولم. او ستاسو په حضور کې د ازادۍ په خرڅوونکو او غصبوونکو لعنتونه وایم.

زه بښنه غواړم چې له هغې خاورې سره تړاو لرم چې پوځیانو یي ستاسو ازادي غصب کړې، اما من حیث انسان به کله هم دغه جفاء توجیه نه کړم او نه به د ازادۍ د ننګیالیو په سرلوړۍ او منزلت سترګې پټې کړم.

د امریکا د ازادۍ مبارز جورج واشنګټن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

بارک الله
په قلم مو برکت

مولوي اسدالله (کریمي)

دالیکنه باید نوروژبو ته هم وژباړل شي په ځانګړي ډول انګلیسي ژبې ته، چي غربي ولسونه ورباندي لړغوندي راویښ شي او خپلو وحشي حکمرانانوته ووایي چي تاسو په نړۍ کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې څه غوبل جوړ کړی دی.

افغان

په رښتیا هم افغان زوی صاحب ښکلی لیکنه لیکلی مسایل یی پکی ښه تمثیل کړی زه هم وایی چه الله ج دی اجرونه ورکړی ولی تواقق ورسره نه لرم او هغه داچه : د امریکایانو خپلواکی له انګریزانو څخه د زامنو او لمسو خپلواکی له پلرونو او نیکونو څخه وه ، افغان زوی صاحب لیکی چه جورج واشنګټن د انګریزانو د دریم جورج څخه خبلواکی تر لاسه کړه یعنی دا جورج هم د هغه جورجانو لمسی یا کړوسی وو ، هغه چه تاسی ورته امریکا وایاست ( هدف مو اضلاع متحده هیواد دی ) ولی ټول براعظم ته امریکا وایی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x