غزل: بلينډه بدرۍ

بلينډه بدرۍ
مه بوله چې دوی دې نو په ښار پسې راغلي دي
دا د غرونو ژڼي خپل روزګار پسې راغلي دي

پلونه د آسونو ګړندي خو بره تللي دي
اخ څوک څڼیور لکه ښامار پسې راغلي دي

دوی ته به ها ښکلي ماشوم څه له ما ویلي وي ؟
دومره ماشومان چې مې دیدار پسې راغلي دي

لار ورته زمونږه چا خپلوانو ورښودلې ده
دا چې اور پرست مو لاله زار پسې راغلي دي

ستا د پلونو خاورې مې رانجو کې ګډې کړي دي
ستوري مې باڼو ته اوس په بار پسې راغلي دي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mayak khan
میلمه

پلونه د آسونو ګړندي خو بره تللي دي
اخ څوک څڼیور لکه ښامار پسې راغلي دي

په ریښتیا چې بدری خور ته الله تعلی دشعرهغه ذوق ورپه برخه کړی دی چې حکمت ورته ویل کیږي الله دې ددغې خور په شان زمونږنورې خوندې هم له اسلامي پت ،ننګ اوآفغاني غرورڅخه برخمندې کړي