سامسنګ راتلوونکی میاشت نوټ ۷ (Note 7) معرفي کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۴مه ۱۳۹۵ل): سامسنګ کمپنۍ اعلان وکړ چې راتلوونکی میاشت به خپل یو بل پیاوړی سمارټ فون ګلکسي نوټ ۷ (Galaxy Note 7) معرفي کوي.

سامسنګ کمپنۍ خپله په رسمي ډول د دغې سمارټ فون د ځانګړتیاو په اړه څه نه دی ویلی خو د معرفي کولو د غونډې په بلنلیک کې يي د معرفي کولو نیټه په ډاګه کړې.

سامسنګ کمپنۍ همداراز منلی چې له ګلکسي نوټ ۵ څخه وروسته د ګلکسي نوټ ۶ پر ځای ګلکسي نوټ ۷ معرفي کوي. د ټکنالوژي برخې کارپوهان په دې نظر دي چې سامسنګ دغه کار له ایفون ۷ (iPhone 7) سره د رقابت لپاره کوي.

د سامسنګ د دغه پیاوړی سمارټ فون ځانګړتیاوې له وړاندې څخه افشا شوي او تصویرونه يي هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي.

د سامسنګ کمپنۍ د نوټ د لړۍ سمارټ فونونه په عمومي ډول لوی سکرین لري او د کاروونکو د اسانتیا لپاره له یو ځانګړی قلم سره وړاندې کیږي.

ګلکسي نوټ ۷ (Galaxy Note 7) به ۶ ګیګابایټ رېم، ۳۶۰۰ ملي امپیره وړتیا لروونکۍ بیټرۍ، ۱۲ میګاپکسله اصلي او ۵ میګاپکسله مخکینۍ کامره، نوی IRIS اسکنر، د سترګو پیژندوونکی ټکنالوژي، د اوبو ضد خاصیت او ۶۴ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره کاروونکو ته وړاندې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د