افغانستاننړۍ

پاکستان وايي په چمن کې یې د ملي امنیت کارکوونکی نیولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې د بلوچستان ایالت په سرحدي سیمه چمن کې یې د افغانستان د ملي امنیت یو کارکوونکي په شمول یې شپږ وسله‌وال نېولي دي.

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې د بلوچستان رسمي سرچېنو له قوله لیکلي چې د چمن په ګلدره باغیچه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو تر منځ درنه نښته شوې ده. راپور زیاتوي چې د وسله‌والو له پټنځای څخه یې د وسلو او چاودیدونکو توکو څخه ډک دوه موټر هم نیولي دي.

امنیتي چارواکو د ادعا له مخې په نیول شوو کسانو کې دوه افغانان دي چې د کونړ څخه چمن ته راغلي وو او یو یې د ملي امنیت کارکوونکی هم دی.

که څه هم پاکستاني چارواکي له يادو کسانو سره د دوه ساعته جګړې يادونه کوي خو نن ټکي اسيا ته د سیمې یو تن اوسیدونکي وویل چې پاکستاني ځواکونه تبلیغات کوي او  په دغه سیمه کې هيڅ جګړه نه ده شوې.

تر دې وړاندې هم پاکستاني ځواکونو څو ځل ادعاوې کړي چې د ملي امنیت کارکوونکي يې نیولي دي خو په کوټه او چمن کې مېشت افغانان بیا یاد کسان عام افغانان بولي او له ملي امنیت سره د دوی اړیکه ردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x