افغانستان

افغان ناروغانو کمښت؛ د پېښور روغتونونو عایداتو کې ۵۰ سلنه کمی راغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د تورخم درې ورځېنۍ جګړې او پاکستان ته په تګ د پاسپورت او ویزې حتمي کېدو سره د خیبرپښتونخوا ایالت شخصي روغتونونه له افغان ناروغانو خالي شوي او د روغتونونو عایداتو کې د پاموړ کمی راغلی دی.

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د پاسپورت لازمي کېدو سره پېښور ته د افغان ناروغانو شمېر کې خورا کمی راغلی او له کبله یې ډیری روغتونونو او درملتونونو ته ستر زیانونه اوښتي دي.

د رحمان میډيکل انسټيټوټ اداري رییس طارق خان ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د تورخم تر جګړې وړاندې دوی داخله څانګې هره ورځ تر زر نفرو پورې ناروغانو درملنه کوله چې نیمايي يې افغانان وو، خو اوس دغه شمېر ۴۰۰ ته ښکته شوی دی او له منځه یې یواځې ۱۰۰ افغان ناروغان دي.

ډاکتر جاوید په نوم یو ډاکتر یادې ورځپاڼې ته ویلي چې ډیری افغانان ځکه پاکستان ته د درملنې لپاره ځي چې له دغه هېواد له خلکو سره ګډ کلتور او ژبه لري خو د تورخم له جګړې څخه بیا هند ګټه واخېستله.

د پاکستان د درمل خرڅوونکو اتحاديې مرستیال رییس نصیب خان ویلي چې د تورخم له جګړې وروسته په پېښور کې د درملو خرڅلاو له ۵۰ تر ۶۰ سلنه پورې کم شوی دی.

نوموړی چې د خیبر ټيچینګ هاسپيټل (شیرپاو روغتون) څخه بهر یو درملتون لري زیاتوي چې پخوا يې میاشتنې عاید دوه لکه پنځوس زره کلدارې و خو اوس یولک او شل زرو ته راښکته شوی دی.

نقیب الله ناصح یو افغان مهاجر نن ټکی اسیا ته د تلیفون له لارې څرګنده کړله چې په تورخم د نوې پالیسۍ عملي کېدو سره نه یواځې د پېښور شخصي روغتونونو کاروبار خراب شوی، بلکې اغېز يې د لاهور او اسلام اباد تر روغتونو هم رسېدلی دی.

هغه وايي چې شفاء روغتون چې ډیری تکیه یې په افغانانو هم نه ده، په ناروغانو کې یې د پام وړ کمی راغلی و. د ناصح په وینا پخوا به شفا روغتون ټول له افغانانو ډک و خو اوس په کې خال خال یو یو موندل کیږي.

په عین حال کې په تورخم کې پاکستاني چارواکي وايي چې د پولې د کنترول نوې پالیسۍ او دروازې جوړیدو سره په تورخم د افغانانو تګ راتګ بیخي کم شوی  دی.

دوی وايي چې د تورخم تر جګړې وړاندې هره ورځ له شپږو تر اوه زرو پورې افغانان د تورخم له لارې پاکستان ته داخلېدل خو اوس یواځې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې افغانان چې قانوني سفري اسناد لري په تورخم پاکستان  ته اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x