د امریکا د دفاع له وزیر سره د جان نیکلسون تر کتنې وروسته نوموړي وویل چې ۴۰۰ نور امریکايي سر تیري له افغانستان نه بهر تیار دی چې د ضرورت په وخت کې په افغانستان کې له میشتو امریکايي ځواکونو سره مرسته وکړي.

۴۰۰ امریکايي پوځیان له افغانستانه بهر چیرته ځای پرځای دي؟

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جان نیکلسون اعلان کړی چې د امریکايي ځواکونو یوه ۴۰۰ کسیزه قطعه چې اوس مهال له افغانستانه بهر ځای پرځای ده د اړتیا په صورت کې به د افغانستان په داخل کې له میشتو امریکايي ځواکونو سره یوځای شي.

تیره اونۍ په وارسا کې د ناټو ترغونډې وروسته د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر په یوه نا څاپي سفر کابل ته راغی او دلته يې له امریکايي پوځیانو او همداراز د ملي یووالي حکومت له چارواکو سره وکتل.

ښاغلی کارتر په کابل کې له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې کابل ته يې د سفر موخه د امریکايي ځواکونو مشر قومندان جان نیکلسون ته د هغو پوځي صلاحيتونو وضاحت وركول دي چې په دې وروستیو کې د امریکايي ولسمشر بارک اوباما لخوا په افغانستان کې میشتو امریکايي سرتیرو ته ورکړل شوي.

د امریکا د دفاع له وزیر سره د جان نیکلسون تر کتنې وروسته نوموړي وویل چې ۴۰۰ نور امریکايي سر تیري له افغانستان نه بهر تیار دی چې د ضرورت په وخت کې په افغانستان کې له میشتو امریکايي ځواکونو سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل چې دا سرتیري پر هغو ۸۴۰۰ پوځیانو علاوه له افغانستان نه د باندې د یوې منتظره قطعې په ډول د تیارسۍ په حال کې ساتل کیږي او د ضرورت په حال کې به په افغانستان کې له میشتو امریکايي پوځیانو سره يوځای شي.

جان نیکلسون دا ونه ویل چې یاده ۴۰۰ کسیزه قطعه اوس مهال چیرته ځای پر ځای ده ، خو د هغوی د وظیفوي ماموریت په اړه يې څرګنده کړه چې هغوي به د افغانستان په دننه کې له نورو امریکايي سرتیرو سره مرسته کوي.

د جان نیکلسون لخوا د یادو ۴۰۰ امریکايي پوځیانو اعلان له ډیری شنونکو سره دا انديښنه را پیدا کړې چې هغوی به مشخصا له كوم هيواد نه د کوم ډول فعالیت لپاره افغانستان ته راوستل کیږي؟

او ایا افغانستان ته د هغوی بیړنی راتګ به د افغانستان په داخل کې له ویجاړ امنیتي وضعیت سره څومره مرسته وکړای شي؟

ځکه په تیرو ۱۵ کلونو کې چې د افغانستان په داخل کې تر یولک زیات امریکايي پوځیان مستقر ول د افغانستان له داخلي ثبات سره يي هیڅ ډول مرسته ونه کړه ، بلکې د ثبات په ځای يي د جګړې او نا امنیو لمن د افغانستان له پولو بهر وغځوله.

له بلې خوا امریکايي ځواکونو ته د پوځي صلاحیتونو زیاتوالی او له افغانستان نه بهر د هغوی د ځواکونو ځای پرځای کول دا په ډاګه کوي چې امریکایان تر بل هرڅه زیات په افغانستان کې د جګړي پر دوام ټینګار کوي.

ځکه له کابل سره د واشنګټن د امنیتي تړون لاسلیکول، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پوځي ماموریت غځول او له افغانستان نه بهر د امریکايي ځواکونو ځای پرځای کول ټول هغه پوځي اقدامات دی چې امریکایان غواړي د جګړې او زور له لارې په افغانستان کې خپل پوځي شتون جاري وساتي.

خو امریکایان باید په دې خبره ځان پوه کړي چې په افغانستان کې د هغوی هر ډول شتون کله هم په افغانستان کې د امنیت له تأمین سره مرسته نشي کولای ؛ بلکي په افغانستان کې د هغوی تحمیلي موجودیت به دلته د بي ثباتي او نامني د زیاتيدو ترڅنګ خپله په امریکا کې هم د بي ثباتي او نا امني لامل وګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د