ورزش

افغانستان د کمزورې توپ وهنې له امله ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۴مه ۱۳۹۵ل): نن د افغانستان او ایرلینډ تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو درییمه لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې ملي لوبډلې د ایرلینډ په وړاندې په ۶ ویکټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه ملي لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. لوبه شهزاد محمدي او جاوید احمدي پیل کړه چې شهزاد محمدي نن یو ځل بیا په توپ وهنې کې خپله وړتیا ثابته کړه.

ملي لوبډلې په ۴۹.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شهزاد محمدي، محمد نبي، اصغر ستانکزی او راشد خان غوره توپ وهنې سره ۲۳۶ منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي په ۹۵ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۸۱، محمد نبي په ۴۱ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۰، اصغر ستانکزی په ۴۹ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۳ او راشد خان په ۲۸ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۲۴ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

جاوید احمدي ۳، رحمت شاه ۱۶، سمیع الله شینواري ۱، نجیب الله ځدران ۵، میرویس اشرف ۹، حمید حسن ۶ او دولت ځدران ۵ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره مککارتي او اوبراین درې درې ویکټې اخیستلو سره تر ټولو غوره توپ اچوونکي ثابت شول. چېس دوه او مورټاغ او مک براین یوه یوه ویکټه واخیسته.

د ایرلینډ لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې ټاکل شوی هدف د جوایس او اوبراین پیاوړې توپ وهنې په مرسته په ۴۷.۳ اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او دغې لوبې کې يي بریا خپله کړه.

د ایرلینډ لپاره اوبراین په ۸۵ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۷۵ منډې جوړې کړې. جوایس په ۱۳۵ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۰۵ او سټرلینګ په ۳۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۹ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

که څه هم د ملي لوبډلې توپ وهوونکو داسې هدف نه و ټاکلی چې توپ اچوونکې ترې دفاع وکولو شي خو بیا هم توپ اچوونکو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

نننۍ لوبې کې حمید حسن دوه او دولت ځدران او محمد نبي یوه یوه ویکټه واخیسته. حمید حسن خپل ۶ اورونو کې یوازې ۲۱ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x