افغانستان

پاکستان یو ځل بیا طالبان په څلور اړخیزو غونډو کې ګډون ته هڅوي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۵مه ۱۳۹۵ل): پاکستان په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر څخه غوښتنه کړې ده چې د څلوراړخیزې پروسې په راتلونکې شپږمې ناسته کې ګډون وکړي.

د کابل نیوز تلویزون د راپور پر اساس، پاکستان دغه ناسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «شیر محمد ستانکزي» په حضور پورې مشروطه کړې ده.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې ایا د څلور اړخیز بهیر په راتلونکې ناسته کې رښتیا هم طالب استازي ګډون کوي او که نه، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ لا له وړاندې اعلان کړی چې په راتلونکې ناسته کې د ګډون لیوالتیا نه لري.

کابل نیوز ته د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند «دواخان مینه پال» ویلي، تر څو چې پاکستان د څلور اړخیزو غونډو د تېرو پرېکړو په اساس د ترهګرو پرضد لازم ګامونه وانخلي په پاکستان باندې باور نه شي کولی، د نوموړي په خبره، نه د قطر له استازو خبر دي او نه یې له مذاکراتو.

د سیاسي چارو شننونکی «نظر محمد مطمئن» وايي چې پاکستان به د هرې ممکنه لارې څخه دا کوښښ کوي چې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې خبرو ته حاضر شي.

خو ښاغلي مطمئن نوموړی تلویزون ته څرګنده کړې چې که چېرې طالبان «د څلور اړخیزې ناکامې زړې پروسې په غونډه کې ګډون ته حاضر شي بیا سړی ویلی شي چې په طالبانو د پاکستان نفوذ شته، خو که طالبان حاضر نه شي بیا خو معلومیږي چې پاکستان په طالبانو نفوذ نه لري».

دا لومړی ځل نه دی چې په څلور اړخیزو ناستو کې د طالب استازو د ګډون خبر ورکول کیږي، د دغه بهیر تر هرې ناستې وړاندې ورته ګونګوسې خپرې شوي چې وروسته د غونډې ګډونوالو پخپله رد کړي دي.

په څلور اړخیزو ناستو کې طالبانو ته د بلنې سره جوخت افغان حکومت، پاکستان او امریکا همیشه طالبانو ته ګواښ کړی چې که د پاکستان په خوښه د مذاکراتو میز ته حاضر نه شي، وبه وژل شي.

د روان کال په مارچ میاشت کې طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په صادرولو سره په څلور اړخیزه غونډو کې له ګډون څخه انکار وکړ. طالبانو په دغو غونډو کې مذاکرات «بي مفهومه او تیر ایستونکي» بللي وه.

که څه هم طالبانو وخت په وخت ټینګار کړی چې د سیاسي دفتر دروازې يې د هر سوله غوښتونکي پرمخ خلاصې دي، خو افغان حکومت، پاکستان او امریکا تل هڅه کړې چې طالبانو ته د مخامخ لاسرسي پر ځای، هغوی د پاکستان له لارې خبرو او مذاکراتو ته وننګوي.

هېره دې نه وي چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي وه چې د نظامي مبارزې ترڅنګ په سیاسي هلو ځلو هم باور لري او همدا دریځ یې د سیاسي دفتر له لارې نړیوالو ته واضحه کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x