افغان حکومت د طالبانو سره د سولي په خبرو کې دلچسپي نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې ویلي چې د طالبانو سره د سولي په اړه د خبرو د بیا پیلولو لپاره کوم پلان نه لري.

د ولسمشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري ویلي چې د څلور اړخیزو غونډو د بیا جوړولو لپاره هیڅ پلان نشته.

څلور اړخیزي غونډي چې د افغانستان په شمول پاکستان، امریکا او چین په کښي شرکت درلود، وروسته تر هغه ناکامي شوې چې طالبانو یې په اړه منفي دریځ غوره کړ او په دغه غونډو کې د ګډون څخه انکار وکړ. طالبانو دغه ناستي او مذاکرات «بې مفهومه او تیر ایستونکي» بللي وې.

طالبان په قطر هیواد کې سیاسي دفتر لري، او د افغانستان په اړه په نړیوالو کانفرانسونو کې منظم ګډون کوي چې وروستی یې څه موده مخکې د پګواش کانفرانس وو. ویل کیږي چې د طالبانو استازي د خپل سیاسي دفتر له لاري د مختلفو هیوادونو او ملګرو ملتونو د سیاسي او بشري ادارو سره منظمي اړیکي او ناستي لري، خو داچي د افغانستان د سولي په اړه څومره پرمختګ شوی، تر اوسه یې هیڅ درک رسنیو ته نه دی راوتلی.

د یادوني وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولي لپاره مذاکرات هم ناکام شوه او د کتونکو په وینا د جګړې غوښتونکي یو ځل بیا وتوانېدل چې د سولي خبري سبوتاژ کړي.

دوه ورځي وړاندي د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یو والي جبهې په خپل مطبوعاتي کانفرانس او اعلامیه کې وویل، په افغانستان کې هغه چارواکي چې ګټي یې په جګړه کې نغښتي، د سولي هر حرکت سبوتاژوي او جګړه د افغانستان د مسلې حل بولي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

نو که سوله راشي بیا خو دالر کميږي ! ددوبۍ او تاجکستان د فاحشو اقتصادي ژوند هم اغيز من کيږي ، دشمال لنډغر به خپل حساب او کتاب ورکوي ، اشغالګر صليبيان به خپل ګوډی تړي او اولس به قدرت په لاس کې اخلی ، دکابل فاحشې به بیکاره کيږي او اسلامي جامې به اغوندي ! بچه بازان به په سزا رسول کيږي ، زنکه بازان به لکه عبدالله عبدلله تښتي ! د سي ای اې اجنټان لکه کرزی اوغنی به امریکا ته وېزه اخلي ! نو ایا دغه ټول کارونه او مصیبتونه دا خنڅیران منلی شي ؟ نه نه… نور لوستل »

اافغان
میلمه
اافغان

د هیواد دا اوسنی اشغال لمړی اولنی اشغال نه دی او بیا د مظلوم بشریت د اشغالولو یوه برخه ده ، دا اشعالونه اخر د څه د پاره او د چا له خوا رامنځته کیږی ؟ دا ټول د حریصو انسانانو له خوا د مظلومو انسانانو د استثمارولو او غلامولو د پاره تر سره کیږی ، مظلوم انسانان خو د اسلامی نړی تر پولو بهر هم شتون لری ولی اسلامی نړی او په ځانګړی ډول زمونږ هیواد ولی تل د اشغالګرو لمړنی او عمده هدف جوږیږی ؟ استثمارګرو ته کفر او اسلام اهمیت نه لری هر چیری چه یی د… نور لوستل »