fbpx

امريکايي رسنۍ: افغانستان کې د امريکايي پوځيانو جګړه د افغانستان او امريکا دواړو په زيان ده

نن ټکی اسیا (جمعه شنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۵ ل): په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د جګړه‌ييز ماموريت د غځېدو او د څلور سوو نورو پوځيانو د رالېږلو په اړه امريکايي رسنيو څرګندونې کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، چې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر قوماندان جنرال جان نيکولسن تېره ورځ رسنيو ته وويل، چې د ولسمشر بارک اوباما له لوري د ورکړل شوي جګړه‌ييز واک تمرکز به تر ډېره په ختيځو سيمو کې وي او دوی به هڅه کوي، د طالبانو پر ضد جګړې وکړي.

واشنګټن پوسټ د امريکايي جنرال له قوله ليکلي، چې د هوايي بريدونو تر څنګ دوی به د طالبانو په غونډو او مرکزونو هم عمليات کوي.

د جنرال نيکولس په وينا دغه پوځي عمليات د اوباما د هغو لارښوونو سره سم پر مخ بيول کيږي، چې تېره مياشت يې ده ته واشنګټن کې ورکړي وو.

د امريکايي پوځيانو قوماندان وايي، چې دوی خپل لومړني عمليات د کندهار په ميوند کې هغه مهال پيل کړل، چې طالبانو غوښتل پر ملي اردو بريد وکړي.

باسټن ګلوب هم  دافغانستان په اړه په خپل تازه مطلب کې ليکلي، چې د ۸۴۰۰ امريکايي عسکرو تر څنګ سلګونه نور امريکايي پوځيان به افغانستان ته نږدې په يو هېواد کې ځای پر ځای کيږي او د اړتيا پر مهال به د طالبانو پر ضد جګړه کې برخه اخلي.

باسټن ګلوب دا نه دي ويلي، چې دغه نوي امريکايي سرتيري به په کوم هېواد کې پراته وي.

د ايلي ميسي په نوم يو امريکايي ژورنالېست «ان ديز ټايمز» ورځپاڼې ته ليکلي، چې موږ ولې په داسې يوه جګړه کې خپل پوځيان وژنو چې ګټی يې نه شو.

ايلي ميسي وايي، چې په ۲۰۰۱ کې امريکا پر افغانستان د دې لپاره يرغل وکړ، چې القاعده او طالبان کمزوري او يا هم له منځه يوسي، مګر د يوې نيمې لسيزې په تېرېدو موږ وينو، چې د افغانستان ډېره خاوره د طالبانو په لاس کې ده او که په افغانستان کې شته امريکايي پوځيان له دغه هېواده ووځي، نو طالبان به په لنډه موده کې نور پرمختګونه هم وکړي.

د ايلي ميسي په وينا د طالبانو نوي پرمختګونه د دې معنا نه لري، چې امريکايي پوځيان دې په افغانستان کې پاتې شي؛ ځکه چې تر څو به د امريکايي ولس ماليه او سرتيري د «يوې بې هدفه جګړې لپاره وژل کيږي.»

سټار زاينډ سټرايپس هم د امريکايي پوځيانو د نوي ماموريت په اړه يو مطلب خپور کړی دی.

ياده خپرونه زياتوي، چې پخوا به امريکايي پوځيانو يوازې هغه مهال بريدونه کولای شوای، چې ګواښ يې امريکايي پوځيانو ته متوجه و او يا به يې پر افغان امنيتي ځواکونو بريد کاو، مګر د نوو مسووليتونو او واک په ترلاسه کولو اوس کولای شي، چې هر وخت وغواړي پر طالبانو بريدونه وکړي.

ايلي ميسي په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شتون او جګړه د امريکا او افغانستان په زيان بولي او زياتوي، چې تېره يوه نيمه لسيزه د دې ښکارندوی ده، چې د زرګونو امريکايانو او افغانانو د وژلو او ټپي کولو او د دغه هېواد د ويجاړولو سربېره امريکا ميلياردونه ډالر ولګول او پايله دا يې ده، چې نه طالبان له منځه ولاړل او نه هم کمزوري شول، بلکې نور هم غښتلي او پرمختللي شوي او د افغانستان ډېره خاوره يې تر واک لاندې ده، د امريکا يرغل نه يوازې دا، چې نړۍ خوندي نه شوه کړای، بلکې نوره يې هم نا امنه کړه.

ايلي ميسي زياتوي، چې امريکايي پوځيانو په افغانستان کې بې شمېره جنايي جرمونه کړي او څومره چې بهرني پوځيان په افغانستان کې پراته وي، د افغانانو کرکه او نفرت به ورسره زياتيږي او جګړه به نور هم زور اخلي.

«موږ بايد د تېرو پنځلسو کالو د تجربې له مخې ژر تر ژره له افغانستانه خپل عسکر راوباسو او دغه جګړه پای ته ورسوو.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د