fbpx

فرانسه: په يو بريد کې ۷۷ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه شنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۵ ل): فرانسوي رسنۍ وايي، چې د فرانسې په سويل نيس ښار کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د روانې غونډې پر مهال يوه لارۍ د خلکو په ګڼه ګوڼې ختلې، چې لږ تر لږه ۷۷ تنه يې وژلي او ګڼ نور ټپيان دي.

د رسنيو له قوله دا پېښه نيس ښار کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د اور لوبو پر مهال رامنځته شوې ده.

ځايي چارواکو ويلي، چې خلک دې له خپلو کورونو نه راوځي؛ ځکه چې دا طبعي پېښه نه ده، بلکې يو بريد دی او کېدای شي نورې پېښې هم رامنځته شي.

د نيس ښاروال وايي، چې د لارۍ چلوونکي لسګونه کسان وژلي او خلکو ته يې ويلي، چې په خپلو کورونو کې و اوسي.

ځايي پوليس زياتوي، چې د لارۍ چلوونکی د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

د پېښې عيني شاهدانو رسنيو ته وويل، چې کوم وخت دا پېښه رامنځته کېده، نو دغه مهال دې سيمه کې زرګونه کسان راټول شوي وو او د اور لوبو تر څنګ نورې مستۍ يې کولې، چې لارۍ پر ګڼه ګوڼه رابرابره شوه او لسګونه کسان يې ووژل.

د ځايي اوسېدونکو په وينا ګڼ کسان د ټېل ماټېل او وارخطايي له امله هم مړه شوي او نږدې سل تنه په کې ټپيان دي.

د فرانسې امنيتي چارواکي وايي، چې په لارۍ کې بمونه او وسلې هم موندل شوي او دغه پېښه يو ترهګريز بريد و.

د فرانسې ولسمشر فرانسو اولانډ او نورو چارواکو دغه پېښه غندلې او د پېښې په تړاو يې بېړنۍ غونډه رابللې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د