نړۍ

د فرانسې په ايفل برج کې اورلګېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه شنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۵ ل): د فرانسې پلازمېنه پاريس کې په ايفل برج کې اور لګېدلی او د فرانسې په خلکو کې يې وېره او ترهه خپره کړې ده.

چارواکي وايي، چې پېښه د نيس ښار له ترهګريزې پېښې سره اړيکه نه لري او خلکو ته يې ويلي، چې له ايفل برج څخه لرې و اوسي.

دا پېښه وروسته له هغې وشوه، چې تېره شپه د فرانسې په سويل نيس ښار کې د يوې لارۍ په بريد کې لږ تر لږه اتيا تنه ووژل  شول او لسګونه نور يې ټپيان کړل.

پوليسو رسنيو او خلکو ته ويلي، چې له بې ځايه اوازو ځانونه وساتي او دا پېښه د نيس ښار له ترهګريزې پېښې سره اړيکه نه لري.

چارواکو په دې اړه رسنيو ته نور معلومات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x