نړۍ

هولانډ: فرانسه د «اسلامي ترهګرۍ» له ګواښ سره مخ ده

نن ټکی اسیا (جمعه شنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۵ ل): د فرانسې ولسمشر فرانسو هولانډ وايي، چې د هېواد سويلي نيس ښار کې د لارۍ په بريد کې له اتيا زيات فرانسويان وژل شوي او اوس له دې خبرې انکار نه شي کېدای، چې «فرانسه د اسلامي ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده.»

ولسمشر هولانډ نن سهار په يوه تلويزوني وينا کې درې مياشتې بېړنی حالت اعلان کړ او لس زره نور امنيتي ځواکونه يې د امنيت او څار په موخه نيس ښار کې ځای پر ځای کړی او زياته يې کړه، چې فرانسه به په سوريه او عراق کې خپل پوځي شتون نور هم زيات کړي.

فرانسوي رسنۍ وايي، چې ولسمشر د نيس پېښې په تړاو بېړنۍ غونډه راغوښتې او کېدای شي په دې اړه نوې پرېکړې وکړي.

د فرانسې لومړي وزير مانويل فالس وايي، چې ترهګرو په نيس کې په داسې حال کې بريد وکړ، چې «زموږ خلکو د خپلواکۍ ورځ نمانځله او اوس په ټول هېواد کې ماتم دی.»

د فرانسې کورنيو چارو وزارت وايي، چې هېواد کې د نورو بريدونو ګواښ هم شته او دوی د اوږدې مودې لپاره په کور دننه له جګړو سره مخ دي.

د نيس له بريد څو ساعته د پاريس په ايفل برج کې هم اور لګېدلی او چارواکي وايي، چې دا پېښه د نيس له پېښې سهر اړيکه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x