ټولنیزه برخه

فرد او ملت د علامه اقبال له نظره

صفي الله علمي

د فرد او ملت د ربط او تړاو په باره کې علامه اقبال ډیر څه ویلی، علامه هر فرد ته د ملت تقدیر ستوری وايي، په بل ځای کې بیا د فرد او ملت تړاو د يوې څپې او دریاب سره تشبیه کوي، او وایي، فرد د ملت سره په تړاو پايي، لکه څپه چې په دریاب کې ژوند لري او بېرون له دریابه هیڅ ده. خو لاندې شعر کې د فرد او ملت تړاو په یو بل رنګ ښودل شوي ـ
ڈالی گئی جو فصل خزاں میں شجر سے ٹوٹ
ممکن نہیں ہری ہو سحاب بہار سے
علامه، ملت د یوې لویې ونې سره تشبیه کوي، او د ونې هره څانګه فرد بولي. لکه څنګه چې په ونو باندې سپرلی او منی راځي نو داسې په يو ملت باندې هم ښه بد، د راحت او کړاو وختونه راځي.
هغه څانګه چې د مني په فصل کې له ونې جلا شي، هیڅ امکان نلري چې د سپرلي په بارانونو بیرته زرغونه شي. د پرې شوې څانګې په څیر هغه فرد هم چې د کړاو په وخت له ملت سره خپله اړیکه پرې کوي، ممکن نده چې بیا به د راحت او ارامښت په وختو کې بیرته له ملت سره پیوسته شي.
ہے لازوال عہد خزاں اس کے واسطے
کچھ واسطہ نہیں ہے اسے برگ و بار سے
نه پاییدونکی خزان ده، د هغه څانګې لپاره چې په کړاونو کې له ونې جلا شوه، او د راحت وختونو، میوو او خوندونو هیڅ لیاقت نه لري.
ہے تیرے گلستاں میں بھی فصل خزاں کا دور
خالی ہے جیب گل زر کامل عیار سے
اقبال، فرد ته مخاطب کیږي او وایي چې ستا په ګلستان کې هم د خزان وخت ده، ګلونه د ښايست هغه شتمني نلري چې د بهار په ورځو شپو کې یې درلوده.
جو نغمہ زن تھے خلوت اوراق میں طیور
رخصت ہوئے ترے شجر سایہ دار سے
هغه ښکلاوې، شته، او ټولې نیکمرغۍ چې د سپرلي په ورځو کې یو باغچه او ګلستان درلودې، اوس د مني په بادونو کې هیڅ ندي پاتې.
شاخ بریدہ سے سبق اندوز ہو کہ تو
ناآشنا ہے قاعدۂ روزگار سے
اقبال، فرد ته په نصیحت وايي، چې له پرې شوې څانګې درس واخله، ته لا اوسه د ژوند له قاعدی او قانون سره نابلده یی.
ملت کے ساتھ رابطہء استوار رکھ
پیوستہ رہ شجر سے ، امید بہار رکھ!
په کړاوونو او سختو وختونو کې له ملت سره اړیکه ټینګه وساته، له ملت سره پیوسته اوسه، د ښو وختونو په امید اوسه! د بهار په امید اوسه!
علامه اقبال په رموز بے خودی کې د تمهید تر نامه لاندې وایی:
فرد را ربط جماعت رحمت است
جوهر او را کمال از ملت است
تاتوانی با جماعت یار باش
رونق هنگامه ی احرار باش
حرز جان کن گفته ی خیرالبشر
هست شیطان از جماعت دور تر
فرد و قوم آئینه ی یک دیگرند
سلک و گوهر کهکشان و اخترند
فرد می گیرد ز ملت احترام
ملت از افراد می یابد نظام
فرد تا اندر جماعت گم شود
قطره ی وسعت طلب قلزم شود
مایه دار سیرت دیرینه او
رفته و آینده را آئینه او
وصل استقبال و ماضی ذات او
چون ابد لا انتها اوقات او
در دلش ذوق نمو از ملت است
احتساب کار او از ملت است
پیکرش از قوم و هم جانش ز قوم
ظاهرش از قوم و پنهانش ز قوم
در زبان قوم گویا می شود
بر ره اسلاف پویا می شود
پخته تر از گرمی صحبت شود
تا بمعنی فرد هم ملت شود
وحدت او مستقیم از کثرت است
کثرت اندر وحدت او وحدت است
لفظ چون از بیت خود بیرون نشست
گوهر مضمون بجیب خود شکست
برگ سبزی کز نهال خویش ریخت
از بهاران تار امیدش گسیخت
هر که آب از زمزم ملت نخورد
شعله های نغمه در عودش فسرد
فرد تنها از مقاصد غافل است
قوتش آشفتگی را مایل است
قوم با ضبط آشنا گرداندش
نرم رو مثل صبا گرداندش
پا به گل مانند شمشادش کند
دست و پا بندد که آزادش کند
چون اسیر حلقه ی آئین شود
آهوی رم خوی او مشکین شود
تو خودی از بیخودی نشناختی
خویش را اندر گمان انداختی
جوهر نوریست اندر خاک تو
یک شعاعش جلوه ی ادراک تو
عیشت از عیشش غم تو از غمش
زنده ئی از انقلاب هر دمش
واحدستو بر نمی تابد دوئی
من ز تاب او من استم تو توئی
خویش دار و خویش باز و خویش ساز
نازها می پرورد اندر نیاز
آتشی از سوز او گردد بلند
این شرر بر شعله اندازد کمند
فطرتش آزاد و هم زنجیری است
جزو او را قوت کل گیری است
خوگر پیکار پیهم دیدمش
هم خودی هم زندگی نامیدش
چون ز خلوت خویش را بیرون دهد
پای در هنگامه ی جلوت نهد
نقش گیر اندر دلش «او» می شود
«من» ز هم می ریزد و «تو» می شود
جبر ، قطع اختیارش می کند
از محبت مایه دارش می کند
ناز تا ناز است کم خیزد نیاز
ناز ها سازد بهم خیزد نیاز
در جماعت خود شکن گردد خودی
تا ز گلبرگی چمن گردد خودی
«نکته ها چون تیغ پولاد است تیز
گر نمی فهمی ز پیش ما گریز»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x