افغان ادبي بهير د معاصر ادب روزنيز مرکز

https://i0.wp.com/tkg.af/pashto/images__stories__image__art-and-cultuer__others__af-baheer-1.jpg?w=620تر دېرش کلن ناورین مخکې په افغانستان کې په کال کې دوه ځلي افغان شاعران او لیکوال هغه په کم شمېر سره راټوليدل. يو ځل د رحمن بابا په پسرلني مشاعره کې او بل ځل هم د پښتونستان په مشاعره کې. تر ناورين وروسته هم د يو دود په ډول دننه په افغانستان کې دغه دوې مشاعرې ترسره کېدې.

له افغانستان بهر په پېښور کې مېشتو مهاجرو افغان ليکوالو او شاعرانو په ۱۳۶۳ کال کې د افغاني مجاهدو ليکوالو او شاعرانو ادبي جرګه جوړه کړه او په کال کې وار دوه مشاعرې جوړولې، چې وروسته د همدغه حرکت په رڼا کې د افغان ادبي بهير د رامنځته کېدو لپاره لاره اواره شوه.

د مقاوم ادب سرلاری شاعر نورالحبيب نثار وايي، چې په ۱۹۸۴ کې د محترم استاد محمد صديق پسرلي په نوښت د شعر او ادب لاريو د افغان مجاهدينو او مهاجرو ليکوالو او شاعرانو جرګه جوړه کړه، چې ښاغلی استاد محمد اصف صمیم يې منشي او محمد عارف غروال يې د ستېج چارې سمبالولې. د نثار په وينا، دغې ادبي جرګې کال نيم د اردو ساينس بورډ- په پېښور تالار کې میاشت په میاشت او کله هم د مرغومي په شپږمه مشاعرې او کره کتنې کولې. خو افغان ليکوالو او شاعرانو د افغاني ادب د لا ښېرازۍ لپاره يوازې دا جرګه او د هغه محدودې غونډې کافي نه ګڼلې او له همدې کبله کله کله پنځه شپږ تنه ځوان شاعران او ليکوال سره راټولېدل او ازادې مشاعرې به يې کولې. نازکخیال شاعر استاد محمد صديق پسرلی وايي، چې د هجرت په کلونو کې يې د سپېدې په نامه يوه مجله راوکښله، چې ډېر ځله په کې جهادي مسايل او شعرونه چاپېدل، خو دغه مجله د مالي ستونزه له کبله له څه مودې خپرونو وروسته له چاپه پاتې شوه. څه موده وروسته د پوهاند رسول امين په هڅونه نانسي دوپري د دې مجلې د خپرېدو لپاره بسپنه برابره کړه. استاد وايي: ((  موږ يو دفتر پرانست او ما وويل، چې راځئ هفته واره مشاعرې او غونډې وکړو. کله کله مو په يوې کیسې، يا يو شعر کره کتنې کولې. دوه کاله مجله وچلیده او بیا ودریده. همدې وخت کې خبر شوم، چې ساهو، کاروان، عابد، سالک او نثار دوی خپلو کې چېرته غونډې کولې. ما ورته وويلې راځئ دا غونډه لږ وسیع کړئ. بيا يووخت د کاروان په کوټه کې سره راغونډ شوو او فیصله مو وکړه، چې دا غونډې هفته وارې کړو. ۱۳ کسه سره ناست وو. بحث وشو، چې دا غونډې به چېرته کوو، ما ورته وويل چې زموږ په کور کې به يې کوو. حداقل ۱۵ کسان هلته ځاييږي. په دې ډول موږ ټولو د افغان ادبي بهير بنسټ کېښود.))

نثار وايي، چې د ۱۹۹۴ کال د سپټمبر په يوويشتمه افغان ادبي خپله لومړۍ غونډه د پسرلي صاحب په کور کې پیل کړه. د استاد پسرلي په خبره کرار کرار په غونډه کې د خلکو شمېر زیات شو او دوی مجبوره شول، چې د غونډې لپاره يو بل ځای پیدا کړي: (( د مشر په خبره کې ما ټينګار کاوه چې يو ځوان ورته وټاکل شي. خو دوی زه وټاکلم. او کاروان معاون شو. څه موده مو په پېښور کې يوه کتاب خانه کې غونډې وکړې. بیا يې هلته هم تر څو غونډو وروسته اجازه رانه کړه. بیا د يو افغان کامول، چې د شاه دوشمشیره په نامه يوه خصوصي لېسه درلوده، هغه راته ځای راکړ. هره یکشنبې مو هلته غونډې کولې. ۱۰۰ کسه افغان او پيښوریان راتلل. پيښوريان خپه وو، چې د هغوی غونډې خرابې شوې او د هغوی کسان زموږ غونډې ته راتلل. آن له سوات، کوهاټ او اټک نه به شاعران راتلل.))  

نثار هم وايي، چې دوی به کله کله په پېښور کې د مازیګر له مخه د نوښتګر شاعر پيرمحمد کاروان په کوټه سره راټوليدل او هلته به يې سره في لبدیهه مشاعرې کولې، چې دغه شعرونه به بیا په وحدت او ځينې نورو اخبارونو کې چاپيدل او د خلکو له خوا به يې ډېر هرکلی کېده: (( له کاروان صاحب سره د ناستې ولاړې له برکته به مو کله کله في البدیهه مشاعرې کولې، خو له دې سره د هر يوه په زړه کې دا هيله غځونو وه، چې که د يوه ادبي تحریک په توګه خپلو کې د ژبې او ادب حواله ادبي بحثونو او د نقد محافلو ته لاره اواره کړو.))

د افغان ادبي بهير په لومړۍ ناسته کې يو شمېر مشران ليکوال لکه استاد مجاور احمد زیار او استاد حبیب الله رفيع پر دې ټينګار کاوه، چې پر مختلفو ادبي موضوعاتو کنفرانسونه ورکړل شي، خو پسرلی صاحب وايي، چې ده په هغه سر کې د دې د دې نظريې په مخالفت کې و، ځکه د ده په باور له داسې غونډو سره چا دومره علاقه نه ښودله. استاد وايي: ((ما مخالفت وکړ، خو څو غونډې همداسې وشوې او څوک دومره نه راتلل. بیا مو پرېکړه وکړه، چې کره کتنه او مشاعره وکړو. لیدل مو، چې ډېر کسان راتلل.))

افغان ادبي بهير له هغه پیله يو دود پاللی او هغه دا چې، د خپلې هرې غونډې لپاره يو رييس او دوه مېلمانه ټاکي. بسرلی صاحب وايي، چې په پېښور کې دا اصول وو، چې هرې غونډې ته يې مشر ټاکه، ځکه دايمي مشر به يې نه درلود، نو دوی هم د دې لپاره، چې د ځينو مشرانو قدر وشي، يو کس به يې د غونډې مشر او دوه نور د مېلمنو په توګه وټاکه.

د نثار په وينا، د ۱۹۹۴ کال د سبټمبر په ۳۰ مه د جمعې د ورځې په ښه تياره ماښام کې د کاروان صاحب په استوګنځي کې خپله اساسي غونډه وکړه، چې تر ډېره پر تشکیلاتو او د بحثونو پر ډولونو متمرکزه وه: (( د غونډې په پای کې د تشکيلاتو په بحث کې د شپږو مياشتو په مخه محترم محمد صديق پسرلی د رايو په اتفاق د افغان ادبي بهير د مشر په حيث وټاکل شو. ښاغلی کاروان او حنیف خلیل يې مرستیالان شول او باز محد عابد يې خزانه دار شو.))

ښاغلی نثار وايي، چې په دې غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه، چې دی به د ښاغلي مصطفی سالک په مرسته د افغان ادبي بهير د منشي په توګه خپلې چارې سمبالوي او د دې غونډې ټول ګډونوال د دغه ادبي غورځنګ موسس غړي دي.

په دې غونډه کې د افغان ادبي د لومړۍ عادي غونډې د جوړېدو خبره هم وشوه. نثار په دې اړه وايي: (( په اخر کې ابلاغ شوه، چې افغان ادبي بهير به خپله وړومبنۍ عادي غونډه د راروانې چارشنبې په ورځ چې د ۱۹۹۴ میلادي کال د اکټوبر له پنځمې سره سمون خوري، پس له وخته، درې بجې د پسرلي صاحب په کور کې(جاويد کالوني-نوتیه) کې کوي، چې زیار صاحب به په کې د پښتو شعر پر ژبني اړخ خپله ليکلې مقاله د بحث لپاره اوروي.))

نورالحبیب نثار د افغان ادبي بهير په نوم د افغان ادبي بهير د اتلسو هغو غونډو ګزارشونه، چې ده يې د ليکلو مسووليت درلود؛ په يو کتاب کې راټول کړي دي، چې دغه کتاب په ۱۳۸۱ لمریز کال کې چاپ شوی دی.

د دې ادبي بهير د رپوټونو بله سلسله له ۱۳۷۶ نه تر ۱۳۷۷ پورې د افغان ادبي بهير د يو شمېر ګزارشونو ټولګه په نوم چاپ شوی دی، چې ليکوال يې بازمحمد عابد دی.

د دغو دوو کتابونو له مخې په پېښور کې د دې غونډې د ستېج چارې ډېر ځله ارواښاد امان الله ساهو او بازمحمد عابد ترسره کړي دي.

د افغان ادبي بهير ترټولو لوړ امتياز دا دی، چې د لومړي ځل لپاره يې د ادبي هستونو د کره کتنې لاره پرانسته او د نوي ادب د روزنيز مرکز په توګه راڅرګند او تر ننه يې خپل دغه دريځ ساتلای دی. که څه هم په دې ادبي غونډه کې د ډېریو تنظیمونو غړو ګډون کاوه، خو هیچا هم حق نه درلود، چې هلته دې خپل تنظيمي تمایلات وپالي.

په اويايمو کلونو کې، چې مجاهدين واک ته ورسېدل، يو شمېر لیکوال او شاعران له پېښوره وطن ته راستانه شول او تر ديارلسوه اووه کاله پورې کابو د دغه بهیر سرلاري او ډېری غړي افغانستان ته راغلل. په تېره استادمحمد صديق پسرلی له خپلې کورنۍ سره کابل ته راغی. د دوی په هڅونو او د يو شمېر ځوانو ليکوالو د علامه اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد ارادتمندانو د رشاد کره کتنې غونډې پیل کړې. البته تر دې کال دوه مخکې د افغانستان د ليکوالو ټولنې له خوا د مشاعرو او کره کتنې اوونېزې غونډې هم کېدې.

په افغانستان کې د موقتې ادارې په ټينګېدو سره د افغان ادبي بهير کابو ټول غړي کابل ته راغلل او کرار کرار ټولو په ګډه دا پرېکړه وکړه، چې د رشاد کره کتنې ترڅنګ د افغان ادبي بهير غونډې دې هم جوړې شي، چې ترننه پورې يوه جمعه د رشاد کره کتنې او بله جمعه د افغان ادبي غونډې په کابل کې جوړېږي.

په داسې حال کې، چې افغان ادبي بهير د خپلو غړو په بسپنه او کمو مالي مرستو چلېږي، له پیله تراوسه پورې يې چا ته د مرستې غوښتلو لمن نه ده غوړولې او خپلې غونډې هم د يو شمېر فرهنګو دوستو اشخاصو په شخصي ادارو کې جوړوي. لومړۍ په کابل کې دغه غونډې په کلوله پشته د يار په موسسه کې او اوس له يوه کال راهيسې په قوای مرکز کې د کاروان انستیتیوت په تالار کې ترسره کوي. دغې غونډې معمولا د جمعې په ورځو د ماسپښين په دوو بجو پیلېږې او تر ماښامه دوام کوي. ورځ په ورځې د دې غونډې ګډونوال زیاتېږي او حتی کله خو داسې هم شوي، چې د ګډونکونکو شمېر له دوه سوو تنو هم اوړي.

له تېرو لسو کلونو راهيسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د افغان ادبي بهير لسګونه څانګې پرانستل شوې دي، چې هره اوونۍ خپلې غونډې لري. همدارنګه دا هم د يادونې ده، چې افغان ادبي بهير په انټرنټ کې په دې پته (http://baheer.com/baher) خپله ځانګړې ویبپاڼه لري.   

افغان ادبي بهير پخپلو غونډو سره يو ستر امتياز، چې خپل کړی، هغه په پراخه کچه په افغاني ادب کې په ادبي اثارو کره کتنه ده، نن د افغان ادبي بهير له برکته موږ يو زیات شمېر نوي کره کتونکي پیدا کړي او زموږ ادبیات د پرمختګ په لور پراخ ګامونه اخلي.

رپوټ/ صديق الله بدر



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.