ادبي لیکني

ځانګړې کرښې «دوهمه برخه»

ټولونه او زياتونه: رسول اشنا

فلسفه: فلسفه د دوه ټکو ترمینځ د ترټولو لنډې لارې پنځونه ده .

د دروازې د سرلیکنه: د کور د دروازې په سر مې ولیکل: ،، تقلید بهر پریږده او بیا دننه راشه ، نو پس له هغې می پوښتنې او لیدنې ته هیڅوک رانه غلل .

ستاینه: د ځینو ستاینه سپکاوی ته څومره ورته وی !؟

زړورتوب: زړورتوب مې د خپل ملت له ټمبلۍ څخه زده کړی دی .

ښځه: ښځی ته هغه مهال غوږ ونیسه چې تاته ګوری ، نه هغه مهال چې له تاسره خبرې کوي

د ښکلاحقیقت:د ښکلا له ښقیقت څخه پرته چې مطلق دی ټول حقیقتونه نسبی دي.

طوفان: څوک به دسیند زوږ ته غوږ کېږدی هغه مهال چې طوفان خبرې کوي .

پېژندنه: که غواړې درې ووینې غرونو ته وخیژه ، که غواړی په وریځ و پوهیږې سترګې پټې کړه او چرت ووهه .

شاعر: شاعر هغه کس دی چې کله یې یوه قصیده ولولې احساس وکړې چې ترټولو غوره بېتونه یز لا تر اوسه نه دی ویل شوی .

ظلم: که د تاک له غورې څخه شراب وغواړو ظلم دی .

غفلت: آیا داسې څوک شته چې د سمندر په تل کې دومره خوښۍ او ارامۍ سره حرکت وکړی چې ته به وایې په بڼ کې چکر وهي ؟

لوی انسان: لوی انسان ته څه وه بښی بلکه له هغه څخه یې واخلی او په دی ډول د هغه دراناوۍ وکړی .

عشق: عشق د مرګ په څېر هر څه ته بدلون ورکوی .

جوړجاړی: تور سپین ته وویل: >> له خپل دښمن سره مېنه وکړه <<  ، خبره مې یې ومنله او له خپل مفس سره مې دوستې پیل کړه .

مور: د مور څیره دې راوښیه تر څو وپوهیږم چې څوک یې ؟

غصه: د ځینو غصه د نورو له لطف او لورینې څخه ښه ده .

زیاتې خبرې کول: زیاتې خبرې کول عیب نه بلکه ناروغی ده .

موسیقي: موسیقی د روح ژبه ده ، بلکه یو سیال دی چې د غږونکی او اورېدونکی د روحونو ترمینځ بهیږی .

مرګ: کله چې د ژوند په ټولو رازونو و پوهېږې د مرګ لیواله کېږی ځکه مرګ هم د ژوند یو راز دی .

ښکلا: له ښکلا پرته نه دین شته او نه پوهه .

شهرت: ریښه غوټی ده خو شهرت یې نه خوښیږی .

حق: حق دو کسانو ته اړتیا لری یو هغه ته چې بیان یې کړی . او بل هغه ته چې پرې و پوهیږی .

ژوند ، مینه ، ښکلا:

له مینې پرته ژوند د بې مېوې ونې په شان دی ،د ښکلا څخه پرته مینه د بې بویه ګل او بې دانې مېوې په څېر دي ،ژوند ،ښکلا ، او مینه په یوه خپلواکه او مطلق ذات کې درې اصلونه دی چې نه بدلون مومي او نه بېلتون .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

رسول اشنا صاحب ، مننه ، ډیر ښه نصیحتونه مو لیکلی ، مګر د نصیحتو له پر دازونو او تفسیر داسی معلومیږی لکه د کوم غیر اسلامی عالم له کتابو چه رانقل شوی ، زما هدف دا نه دی چه که مسلمان نه وی مونږ به یی هره خبره ردوو ، مګر دا ویلی شو چه ډیری خبری یی چه له حقایقو ( اسلام ) سره سمون نه لری هغه به منو او هغه به ردوو ، د غیر اسلامی علماوو یوه ستره ستونزه همدا چه څه لیکی یا وایی د ریاکاری له مخی وی او کله یی له نورو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x