
بې تجربې جاسوس / اسدالله غيرت
زنګ يې وکړ
بلې مدير صيب اورې ! د ښار په ختيځه برخه کې يو د پاخه عمر لرونکی مشکوک کس ده ، لوی پنډ يې پر شاه ، له څيرې يې داسې ښکارې لکه ځانمرګی .
مدير ځواب ورکړ : تاسو هملته اوسې مشکوک کس تر تعقيب لاندې ونيسي زه له سرتيرو سره درغلم .
مدير په څو شيبو کې له خپلو سرتيرو سره په نښه شوي ځای ته راورسيد .
د مشکوک کس له شاوخوا يې سرتيرې تاو راتاو کړل .
مشکوک کس ته يې وويل : پنډ مو پر ځمکه کيږدی ، سر يې خلاص کړی!
پنډ يې پر ځمکه کيښود ، سر يې ورته خلاص کړ .
بيا يې ورته وويل : لاسونه پورته کړی !
لاسونه يې پورته کړی .
بيا يې ورته وويل : جامې مو وباسې
مشکوک کس له ډيرې ويرې جامې ويستې .
کله چې د امنيت مدير ته ښکاره شوه چې نوموړی کس بې ګناه کليوال ده
د ښار د سلګونو کسانو په مخکې يې راپور ورکوونکي کس ته مخ ورواړوه ورته يې وويل : ورک شه بې تجربې جاسوسه
اسدالله غيرت / پکتيا