ميوند : د خارجي ځواکونو په بمبار کې ۲۰ تنه ولسي وګړي شهيدان شوي

نن ټکی اسیا (جمعه ، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۵ ل):د کندهار ولايت په لوېديځه ولسوالۍ ميوند کې امريکايي الوتکو پر ولسي وګړو بمبار کړی.

پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه د بند تېمور سيمي د رېګ شهيدانو ته نژدې شوې.

شل تنه ولسي وګړي هغه وخت په شهادت رسېدلي چې غوښتل يې د هلمند ولايت بهرامچې سيمي ته د څلور لينډکروزر موټرو په مټ ځانونه ورسوي .

نن ټکي آسيا ته نژدې سرچيني وايي د هوايي بريدونو له امله وژل شوي کسان ټول هغه نېښګر وو چې غوښتل يې ځانونه د هلمند دېشو ولسوالۍ ته ورسوي.

حکومتي چارواکي د يادي پيښي پخلی کوي او وايي په هوايي بريدونو کې په نښه شوي ټول طالبان دي.

د کندهار د پوليسو وياند ضياء دراني رسنيو ته ويلي : د خارجي ځواکونو په بمبار کې ۳۰ تنه وسله وال وړاندي له هغه په نښه شول چې غوښتل يې د بند تېمور په سيمه کې پر شته پوستو بريدونه وکړي .

بايد ووايو چې له بندتېموره تر بهرامچې هره ورځ سلګونه مسافر د موټرو په واسطه تګ را تګ کوي .

له يادي پيښي وړاندي هم څو ځله پر همدې لار مسافر په نښه شوي او وژل شوي

ميوند ولسوالي د کندهار يو له نا امنه ولسواليو شمېرل کيږي چې زيات وخت ترې د جګړې او مرګ ژوبلي خبرونه ورکول کيږي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د