نړۍ

عاجل: ترکیه کې پوځ د کودتا هڅه کړې

نن ټکی اسیا: د ترکیې پوځ د منتخب حکومت پر ضد د انقلاب هڅه کړې چې اوس هم دوام لري.

تر اوسه حالات سم مالوم نه دي خو د ترکیې پوځ په نامه په نشر شوي بیان کې ویل شوي چې د هیواد واک اوس د دوی په لاس کې دی.

بل خوا لومړي وزیر بن علي یلدریم ویلي چې د پوځ یوه کوچني ګروپ د انقلاب ناکامه هڅه کړې.

بل خوا د پوځ د همدې ګروپ په بیان کې راغلي چې دوی د دیموکراسي د خوندي کولو په خاطر واک په لاس کې اخیستی، د هیواد ټول بهرنۍ اړیکي به د پخوا په شان وي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان شېبه مخکې د یوه ترکي تلویزون سره د استانبول څخه خبري وکړې او وې ویل چې ډېر ژر به پلازمیني انقره ته ورسیږي.

نوموړي د ولس څخه وغوښتل چې سړکونو او هوايي ډګرونو ته را ووزي.

باید وویل شي چې د ترکیې ټول هوايي ډګرونه تړل شوي او یوازي پوځي الوتکي پروازونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x