شعـــــرونه

دیتیم ملاقات: فتحان حنفي

فتحان حنفي

نن د شهید مظلوم بچي راته قصې کولې
په تنکۍ ژبه يې دردناکه واقعې کولې

سوو سلګو يې په زړګي باندې زخمونه راکړل
یتیم چې ماته د خپل پلار څو خاطرې کولې

زما هم زړګی شو په ژړا سترګو مې اوښکې وکړې
چي وچو شونډو يې آهونو کې نوحې کولې

سترګې مې پورته کړې آسمان ته سخت مې وژړلو
چي يې په هکله بیا خبرې د ادې کولې

نور يې کړه زیاته چې بابا يې په کوم جرم مړکړ
بس چې ترپایه يې وه ما ته دا نارې کولې

زه لاجواب ومه ژړل مې په خوله ګونګ پاته وم
یتیم فریاد او دا نارې پرله پسې کولې

رانه روان شو سر ګګر په سپیره مخ فتحانه
لوڅو پښو يې راته بیلې افسانې کولې

فتحان حنفي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x