شعـــــرونه

پښتنې: نصيب رحماني

نصيب رحماني

تا ته خاندې ما ته ژاړې پښتنې
تا رټي بیرته مې غواړې پښتنې

نه پوهیږم څه په ګډو، وډو سر دي
هم یې خپل کړي،هم یې داړې پښتنې

کړي قتلونه دا قاتلې دي سمبال کړه
ستا باڼه او سترګې دواړې پښتنې

ته لیږ راشه چې په ځان پورې دي ټینګ کړم
لکه مات لاس وي تر غاړې پښتنې

غم یې مه کړي چې باران وباندې وشي
زرغونې به شې دا شاړې پښتنې

شپه تیاره ده لا د چا انتظار ګوري
تر آسمان لاندې ولاړې پښتنې

دردو وخوړه سوچو یې ژوند خراب کړ
دا غمونو کور ويجاړې پښتنې

ستا د ژوند چارې د زړه په وینو لیکي
رحماني به دي تل ژباړې پښتنې
ـــــــــــــ
نصیب رحمانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x