شعـــــرونه

غزل: مسرور درمل

مسرور درمل

اې زما دزړه پر سر ولاړې ونې
ستا له درده تل تر تله ژاړې ونې

بې له تانه بې مېوې وي لکه هغه
ځکه_ځکه دي په هر دم غواړې ونې

ته زما نه د هر چا دسر سایه یې
زموږ دپوري وران ګودر دغاړې ونې

شین وجود دي په نظر باندي هیڅ مه شه
مسافرې ستا قربان شه واړې ونې

ستا دمینې نظر خوږ دی ما مسرور ته
ستا دلارې په مشعل شي لاړې ونې

مسروردرمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x